دکندهار پوهنتون د رئېس پیغام کندهار پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کښي ېو له هغو پنځو لویو پوهنتونو څخه دئ؛ چي په (۱۹۹۰م. يا ۱۳۶۹ ل) کال د افغانستان په پخوانۍ پلازمېنه او اوسني ستر سياسي – فرهنگي مرکز کندهار کښي؛ د لوړو زده کړو وزارت تاًسيس کړ؛ دغه پوهنتون د دې حوزې د پنځو ولايتي پوهنتونو: (کندهار، هلمند، روزګان زابل او ډايکنډي) ټول علمي او اداري فعاليتونه اداره کوي؛ کندهار پوهنتون به د علومو په بېلابېلو برخو کښي د معياري تدریس او باکیفیته څېړنو په ترسره کولو سره؛ د ټولني د پرمختیا او هوسايني له پاره د خدمتونو په وړاندي کولو سره د هیواد مخکښ او د سیمي معتبر پوهنتون يي. کندهار پوهنتون دیوې ژمني، تجربه لرونکي او علمي رهبري له خوا څخه پر مخ ځي او دا رهبري کوښښ کوي؛ تر څو کندهار پوهنتون په نړۍواله کچه د ېو پېژندل سوي او لوړ مقام لرونکي پوهنتون په توگه پر مخ بوځي. دکندهار پوهنتون رئېس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طيبي

تازه خبرونهنور دلته

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۴۷
Background image

د رواني مشورې مرکز

په کندهار پوهنتون کي د رواني مشورې مرکز خدمات پراخ سول

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت اړوند د رواني مشورې مرکز خپل خدمات په درو: د انفرادي مشورو خونه، د ګروپي مشورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۳۲
Background image

د اکاډیميکو، څېړنیزو، اداري، تدریسي او رغنیزو چارو ارزونه

د کندهار پوهنتون د اکاډیميکو، څېړنیزو، اداري، تدریسي او رغنیزو چارو ارزونه پای ته ورسېده

د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست څخه راغلي هیئت، په کندهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۵۵
Background image

د سلواغې د میاشتي د علمي شورا ناسته وسوه

 

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئیس الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري، د سلواغې (دلوه) د میاشتي د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر. . .