د علمي – ديني او معلوماتي سيمينارو په لړ کښي د (خیرات عوض) په نوم سیمینار دائر سو

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۹:۱۱
/

د چهار شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز پېل کړې د (روښانه راتلونکى) په نوم د علمي، ديني او معلوماتي سيمينارو په لړۍ کښي د سهار اووم (پرله پسې پنځه شپېتم) معلوماتي سیمینار، د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد پوهنمل عطاء الله محمدي وړاندي کړ.

ښاغلي محمدي لومړی (د خیرات عوض) اړوند جوړ سوى معلوماتي پرېزينټېشن پېل کړ، چي په هغه کښي راغلي ول، چي يو غريب ښوونکى د بل ناتوانه موټرچلوونکي سره په ډېره تنګ لاسۍ کښي په داسي حال کښي، مرسته کوي، چي خپله هم ډېر اړ يي. وروسته بيا خداى جل جلاله و ښوونکي ته د خپل خيرات عوض ورکوي او بل لا دا چي په څو چنده ئې ورکوي، بيا ئې د اړوندي موضوع په اړه په اوسني وخت کښي څو بېلګي وړاندي کړلې.

د سيمينار په پاى کښي د محصلانو و بېلابېلو پوښتنو ته، چي د يادي موضوع اړوندي وې؛ جوابونه وويل سول او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.

د يادولو وړ ده، چي دا لړۍ هره اونۍ د چهارشنبې په ورځ پر (١٠:٣٠) بجې او پنجشنبې په ورځ د ماپښين پر (٠٢:٣٠) بجې بېلابېلو محصلانو ته وړاندي کيږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۵:۲۰
Background image

د (۱۴۰۲ل. او ۱۴۰۳ل.) نهایي آزمویني د سه شنبې په ورځ پېلیږي

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د محصلانو چارو مرستیال مولوي نوراحمد ایوبي په مشرۍ د آزمویني کمېټې نوبتي ناسته وسوه.

ناسته چي د قرآن کریم د څو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۵:۲
Background image

د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي محصلانو علمي سېر وکړ

د تېري پنج شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي محصلانو، د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زدکړو په موخه، د ميروېس نيکه زيارت او ملا حسن آخوند د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۴:۵۴
Background image

د سیرت النبي ﷺ د سیالۍ پايلي د ېوې شانداري غونډي په ترڅ کښي اعلان سوې

د پنج شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت او د دعوت او دعوت ارشاد آمریت په همکاري، په ېوه شانداره غونډه کښي، د. . .

BACK TO NEWS