ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی
د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځی بنسټ په ۱۳۹۱ کال کې کېښودل شو، او سمهال نوموړې پوهنځی دوې څانګې لري ۱- ژورنالېزم ۲- عامه اړیکېد پوهنځی د اداري چارو د ترسره کولو لپاره رئیس، مرستیال، دری تنه آمران، تدریسي مدیر؛ اجرایه مدیر او متعمد جنسي لري، دا چې یاده پوهنځی نوې تاسیس شوې (۱۱) تنه ځوان استادان لري چې علمي رتبې یې تر پوهنیار پورې رسیږي، د یادو یولسو تنو له ډلې څخه څلورو تنو استادانو خپلې ماسترۍ په چین او هند کې بشپړې کړیدي، همدارنګه څلور تنه نور یی په ایران او ترکیه کې په ماستری بوخت دي، د محصلانو شمېر یې ۳۹۷ تنو ته رسیږي او یو شمېر ښځینه محصلانې هم لري. تر ۱۳۹۹ لمریز کال پورې یې ۳۹۰ تنه فارغین ټولنې ته وړاندې کړیديد پوهنځی د چارو د نظم او پرمختګ په موخه علمي شورا، د تحصیلي څانګو شورا، کیفیت ارتقا، کریکولم اونصاب، د څیړنو د تنظیم، چاپېریال ساتنې، نظم او دسپلین، نشراتو، بریښنایی زده کړو او تدریسي بهیر د څارنې کمېټې لري. او همدارنګه د محصلانو د عملي زده کړو د اسانتیاوو په برخه کې د رسنیو عملیاتي مرکز چې پوهنتون غږ رادیو او مطبعه پکې شتون لري.
لېرلید: د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی به د سیمي او هیواد په سطحه د اسلامي، مسلکي او ملي روحیې لرونکو ژورنالیستانو مخکښ روزنځای وي.
رسالت: د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی د ملي ستراتیژي او اخلاقي معیارونو په رڼا کي په مسلکي مهارتونو، څېړنیزي میتودولوژي او عصري ټکنالوژي سمبال ژورنالیستان ټولني ته وړاندي کوي.
څانګې:
۱- ژورنالیزم
۲- عامه اړیکې
د عامه اړیکو څانګه :
د عامه اړیکو څانګه چې د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځی په چوکاټ کې فعالیت کوي او خپل فعالیت يې په ۱۳۹۳ ل کال کې د ميزان د میاشتې څخه را پیل کړي ده، خپلې ټول درسي او اداري چارې په منظم ډول پر مخ وړي، د عامه اړیکو څانګې په رسمي توګه پرانیستلو سره سم په پیل او لومړۍ دوره کې (۴۰) تنه محصلان ټولنې ته وړاندې کړل. چې د همدې څانګې د ۷ تنو مجربو استادانو له خوا يې ټول عملي او نظري درسونه پرمخ وړل کيږي.
ژور نالېزم څانګه :
د ژورنالېزم څانګه چې د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځی په چوکاټ کې فعالیت کوي او خپل فعالیت يې په ۱۳۹۳ ل کال کې د ميزان د میاشتې څخه را پیل کړي ده، خپلې ټول درسي او اداري چارې په منظم ډول پر مخ وړي، د ژورنالیزم څانګې په رسمي توګه پرانیستلو سره سم په پیل او لومړۍ دوره کې (۳۷) تنه محصلان ټولنې ته وړاندې کړل. چې د همدې څانګې د څلورو تنو مجربو استادانو له خوا يې ټول عملي او نظري درسونه پرمخ وړل کيږي.
د ژورنالیزم پوهنځی د ریئس پیژندنه :
پوهنیار صبغت الله غورځنګ
پوهنیار صبغت الله غورځنګ د عبدالحمید زوی، په ۱۳۶۸ لمریز کال کی د وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ د تنګي په ښکلې دره د دوآب په کلي کې زیږیدلی دی. لمړنۍ زده کړې یې د امام محمد په ابتدایې ښوونځي او سیدآباد په عالي لیسه کې سرته رسولې دي، په ۱۳۸۶ کال کې د شیخ ذاید پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی ته بریالی شویدی او همدارنګه په ۱۳۹۰ کال کې د شیخ ذاید پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی څخه په عالی درجه د فراغت سند تر لاسه کړیدی.ښاغلی غورځنګ په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د کندهار پوهنتون ژورنالیزم پوهنځی کې تر کدري ازموینې وروسته د استادۍ مقدسه وظیفه پیل کړیده، چې په ۱۳۹۴ کال کې یې په رسنیو کې ایډیټ او ایډیټر تر عنوان لاندې علمي اثر لیکلي چې د پوهنیاري تر علمي رتبې پورې رسیدلی دی. په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د دولتي سکالرشیف له لارې د ماستری په پار چین هیواد ته تللی دي، چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې یې د چین د هیبي پوهنتون څخه په ژورنالیزم او اړیکو کې خپله ماستري په بریالیتوب سره بشپړه کړه، چې د ماسترۍ تر څنګ یې د همدغه پوهنتون د ریسرچ سنټر دوه کلن غړیتوب هم تر لاسه کړ، ښاغلی غورځنګ په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی ریئس وټاکل شو، پاتې د نه وي چې په علمي برخه کی تر دې مهاله یې شپږ علمي مقالې په نړیوالو ژورنالونو او دوې مقالې په ملي ژورنالونو کې خپرې کړیدي.
نوماند پوهنیار جمیل احمد ناصري
نوماند پوهنیار جمیل احمد ناصري د شیر محمد ناصري زوی د مرحوم داکتر شاه محمد ناصري لمسی په ۱۳۷۲ ه ل کال کي د کندهار ښار په شپږمه ناحیه چوڼۍ کي په یوه روشنفکره کورنۍ کي زيږيدلی دئ. لومړنۍ زده کړي ئې د کندهار ښار په صوفي صاحب ذکور عالي ليسه کي بشپړي کړې او له همدې ليسې څخه په ۱۳۸۹ ه ل کال کي په اعلی درجه فارغ سو، او د کانکور په ازموينه کي د کندهار پوهنتون ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي ته په ۲۸۱ نمرو سره بريالی سو او په ۱۳۹۵ ه ل کال کي د عامه اړیکو په رشته کي د ليسانس سند واخيست. نوموړي تر فراغت وروسته په ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي کي دوه کلونه افتخاري استادي وکړه او په ۱۳۹۷ ه ل کال کي د ياد پوهنځي د عامه اړیکو په څانګه کي علمي کادر ته شامل سو. او تر دې مهاله ئې د ژورناليزم څانګي آمريت او دوه نیم کاله د پوهنځي د سرپرست رئیس په توګه دنده اجراء کړې ده. همداراز نوماند پوهنیار جمیل احمد ناصري علمي کادر ته تر شامیلدو مخکي د ۲۰۱۴ له سپټمبر څخه د ۲۰۱۶ تر جون پوري د هیواد راډیو تلویزیون سره د پروډیوسر او د خبرونو د ویاند په صفت دنده ترسره کړې ده. د ۲۰۱۶ له جون څخه د ۲۰۱۸ تر فبروي پوري ئې د کندهار کلید راډیو د نشراتو مسؤليت پر غاړه وو. نوموړي د یوه کال لپاره د UN Habitat موسسې د OC (Over side Consultant) څانګي سره د Communication and Reporting Officer یا د ارتباطاتو د مسول مسؤليت تر سره کړی دئ. د نوماند پوهنیار جميل ناصري مورنۍ ژبه پښتو ده او د دې سره سره پر دری، انګليسي او اردو ژبو پوره حاکمیت لري. نوموړی درې ځله تقدیر سوی دئ. يو ځل د کندهار ولایت مقام لخوا د ۲۰۱۷ په سپټمبر کي د غوره ښوونکي په ویاړ ستایل سوی دئ. همداسي د ۲۰۱۸ په فبروري کي د هیواد نړۍ وال راډیو تلویزیون په یوولسمه کلیزه کي د دغه رسنیز ګروپ د مشرتابه لخوا د هیواد تلویزیون سره د دوامداره همکارۍ له امله تقدير سوی دئ. او د ۲۰۱۹ په می کي د KJC یا د کندهار د خبریالانو د مرکز لخوا د کال د غوره ښوونکي جایزه ورکړل سوې ده.
نامزاد پوهنيار سيد تاج محمد سيدي
نامزاد پوهنيار سيد تاج محمد سيدي د سيد محمد عيسی زوی او سيد محمد عثمان لمسۍ د کندهار ښار په اوله پنځمه ناحيه کي په (۱۳۶۹ل.) کي زيږيدلی دئ، خپلي لومړنۍ او منځنۍ زده کړي ئې په کندهار کي د حاجي ميرويس خان نيکه په عالي ليسه کي په اعلی درجه سره په (۱۳۸۸ل.) کي بشپړي کړي دي، په (۱۳۹۱ل.) کي د کانکور د لاري د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځۍ ته لار پيدا کړه ،چي په (۱۳۹۵ل.) کال کي ئۍ د لیسانس سند د همدې پوهنځۍ څخه ترلاسه کړ، وروسته په (۱۳۹۸ل.) کي په ياده پوهنځۍ کي د استادۍ په مسؤليت وګمارل سو، چي تر دې دمه جريان لري.
پوهیالی سیدګلاب امینی
پوهیالی سیدګلاب امینی د ګل امین زوی چې په (۱۳۶۷ل) کال کې د وردګو ولایت، سيدآباد ولسوالي، سالارو کلي د جماد خیلو په علم پروره کورنۍ کې زيږدلی، نوموړی د خالد بن ولید عالیسی څځه په(۱۳۸۶ل) کال کې فارغ او په (۱۳۸۷ل) کې د کانکور تر آزموینې وروسته د خوست ولایت شیخ زاید پوهنتون ژورنالېزم پوهنځی ته بریالی او په (۱۳۹۰ل) کال کې يې له یاد پوهنځی څخه د فراغت سند تر لاسه کړ، وروسته (۱۳۹۱ل) کال څخه تر (۱۳۹۳ل) کال پورې د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د باختر خبري آژانس د عمومي مدیر په توګه دنده بوخت وه چی د( ۱۳۹۴ل) کال په لومړیو کې د کندهار پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځی د عامه اړیکې څانګه کې د علمي کادر په توګه تقرر ترسره شو. د (۱۳۹۷ل) په وروستیو کې د دولتی سکالرشيپ له لارې په ایران هیواد د علامه طباطبایې په پوهنتون د ټولنیزو ارتباطاتو علومو کې د ماستري زده کړه ترسره کړې.
پوهيالي عبدالوهاب رحيمي د عبدالرحيم زوی، د وردګو ولایت چک ولسوالۍ د کولک د کلي اوسېدونکی دی، په ۱۳۶۷ لمریز کال يې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي.نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د چک په روزنتون او وروسته يې د حضرت عمر فاروقض له عالي ليسې څخه په ۱۳۸۶لمريز کال کې د فراغت سند ترلاسه کړی.په ۱۳۸۷ لمریز کال د کانکور د ازموینې له لارې د خوست ولایت شیخ زاید بن سلطان النهیان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځی ته لاره پیدا کړې او په ۱۳۹۰ لمریز کال یې د لېسانس دوره بشپړه کړه.په ۱۳۹۱ لمريز کال د کندهار پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځی په ژورنالیزم څانګه کې د علمي کادر د غړي په توګه تقرر ترلاسه کړ او د ژورناليزم پوهنځی له لومړنيو استادانو څخه ګڼل کيږي. په ۱۳۹۳لمريز کال د ژورناليزم څانګې آمر وټاکل شوو او په دې برخه کې يې وخت په وخت ستاينليکونه ترلاسه کړي دي. په ۱۳۹۷ کال يي د چين هيواد د ارتباطاتو په پوهنتون کې د ماسټری پرګرام پیل کړ، چې په ۱۳۹۹ لمريز کال يې د همدي پوهنتون د ژبپوهنې د پوهنځي د فرهنګي اړيکو له څانګې (Linguistic and Applied Linguistic Cross-Culture Studies Language and Communication) څخه د ماسټری سند ترلاسه کړ. د ژورنالیزم په بېلابیلو برخو کې يې تحقيقات کړي چې په لنډ ډول يې يادونه اړینه ده.
۱. د سميزو راډيوګانو لپاره ښونیز سيتمونه، نوموړي کتابتونې څيړنه ده، د کندهار پوهنتون په منډيګک مجله کې په ۱۳۹۶ خپره شوې ده.
۲ د (Communication and Cognation; Analyzing the Semantic and Pragmatic Meaning of Salaam in Interpersonal Communications among Afghans) ترعنوان لاندې ساحوي څيړنه ده چې په (International Journal of Communication and Media Science) کې په ۲۰۱۹م کال نشر شوې ده.
۳. د (War and Peace Journalism: Analyzing the Editorial framing of Afghan Conflict in Heart of Asia Newspaper) تر عنوان لاندې څيړنه د ښاغلي عبدالوهاب رحيمي تيزيس دی، چې په انګلیسي ژبه لیکل شوي او د چين هيواد د ارتباطاتو پوهنتون د کتابتون په ويب سايټ کې نشر شوی دی.
۴. د (سولي ژورنالېزم له اړخه د BBC راډيو د خبري منځپانګې تحليل) نوموړې څيړنه د رسنیزې محتوای تحلیل دی، چې په ۱۳۹۹ کال د کندهار پوهنتون د منډيګک په مجله کې نشر شوې، په نوموړې څيړنه کې د BBC راډيو خبري منځپانګه د جان ګلټونګ د سولې او جنګ ژورناليزم د ځانګړي موډل په اساس تحلیل شوې ده.
۵. د (د سولې ژورنالېزم: د افغان جګړې په شدت او کموالي کې د نړيوالو رسنيو رول) ترعنوان لاندې څيړنه، په ۱۴۰۰م کال د کندهار پوهنتون په منډيګک مجله کې نشر شوې، نوموړې څيړنه هم د رسنيزې محتوای تحليل دي چې د آزادی، بي بي سي او چين نړيوالې راډیو د اوو مياشتو رسنيزه منځانګه يې د سولې ژورنالیزم د ځانګړو موډلونو په اساس تحليل کړې ده.
پوهنیار مجیب الرحمن زیارمل :
پوهنيار مجيب الرحمن زيارمل د فضل الرحمن زوی، چې په (۱۳۶۳ ل)کال د جدي مياشتې پر (۱۰) نيته د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ د نيک پايقول درې، د محمود قلعې کلي اړوند د حليم باباخيلو په يوه پتمنه او علمي کورنۍ کې زيږدلی دی. لومړنی زده کړې يې د نورالمدارس په منځنی ښوونځی او پاتې نورې يې د غازی ګل احمد خان بابا په عالي لېسه کې بشپړې او په(۱۳۸۴ل) کال کې له ياد ښوونځی څخه فارغ شو، د کانکور تر آزموېنې وروسته په (۱۳۸۵ل) کال کې د خوست ولايت د شيخ ذايد پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی ته بريالی او په (۱۳۸۸ل)کال کې يې له ياد پوهنتون څخه د فراغت سند تر لاسه کړ، په لومړيو کې يې د څه وخت لپاره له بېلابېلو رسنيو سره ژوونالستيک فعاليتونه پيل او تر هغې وروسته په(۳۰/۲/۱۳۹۲) نيټه د وردګو ولايت دچک ولسوالی د حضرت عمر فاروق (رض) په منځنی ښوونځي کې د عمومی مدير په توګه مقرر شو، چې د يو کال لپاره يې په بشتپړ اخلاص د ټولنې د تنکيو ماشومانو پالنه او خدمت وکړد . په (۱۶/۲/۱۳۹۳)نيټه دوهمی کادري آزموينې تر وکړې وروسته د کندهار پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړيکو پوهنځی په عامه اړيکو څانګه کې استاد او تر څه وخت وروسته دريو کلنو لپاره د همدې څانګې آمر او تر هغې وروسته د ياد پوهنځی لپاره د سرپرست رئيس په توګه و ټاکل شو، نوموړی د( ۱۳۹۷)کال په وروستيو کې د تحصيلی بورس له لارې د ايران هيواد ته ولاړ چې دم ګړۍ د ياد ګاونډي هيواد په تهران نړيوال پوهنتون کې د ماستری د دورې پر زده کړو بوخت دی.
پوهنیار عبدالطیف احمدي
کندهار پوهنتون، د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استاد، پوهنیار عبدالطیف احمدي د وردګو ولایت سیدآباد ولسوالی د تنګي د رنځي خیلو کلي اوسیدونکی دی، چې په ۱۳۶۹ لمریز کال کې د قاضي اختر محمد خان په یوه دینداره او پتمنه کورنۍ کې دې فانې نړۍ ته سترګې پرانستې دي. ښاغلي احمدي خپلې ابتدایه، منځنی او ثانوي زده کړې د تنګي ښکلې درې دامام ابوحنیفه په عالي لیسه کې پیل کړي او په ۱۳۸۶ لمریز کال له نوموړې عالي لیسې څخه دفراغت سند ترلاسه کړی دی. احمدي د کانکور تر ازموينې وروسته دلسانس دورې دزده کړو لپاره دخوست ولایت د شيخ زايــد پوهنتــون ته لار ومـــونده، چې په ۱۳۹۰ لمريز کال کې د ياد پوهنـتـــون د ژورنالـــيزم پوهنځی څخه په کادري نمبرو فارغ شو.ښاغلی احمدي، له فراغت وروسته دلمړي ځل لپاره په ۲۶/۹/۱۳۹۱ نيټه دآزاد رقابت له لارې دپکتیا ولایت اطلاعاتو اوکلتور ریاست کې دباختر خبری اژانس دمسؤول په توګه رسمآ په دنده وګمارل شو او د دوه کالونو او څو میاشتو لپاره يي په پوره ايماندارۍ او صداقت سره دنده تر سره کړه، چې په یاده موده کې یې دهیواد دننه په ګڼ شمیر کنفرانسونو، ورکشاپونو او سیمینارونو کې ګډون کړی دی. او په ۳۱/۶/۱۳۹۴ نيټه د ازاد رقابت له لارې کندهار پوهنتون، ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي د عامه اړیکو په څانګه کې استاد شو، چې له درې کاله خدمت کولو څخه وروسته په ۱۳۹۷ لمریز کال د انلاین بورسونو له لارې د ماستری دزده کړو لپاه ترکیې هیواد ته لاره ومونده، چې تردې مهاله سلجوق پوهنتون دژورنالیزم پوهنځي کې د ماسترۍ په زده کړو باندې مصروف دی. تردې دمه یې ( په سوله کې درسنیو رول او د ټولنیزو رسنیو د روږدیوالي او یوازیتوب ترمنځ د اړیکو څیړنه) تر سرلیکونو لاندې دوه علمي مقالې د چاپ په ګاڼه سمبال او د لوستونکو تر لاسونو رسیدلي دي. وروستۍ پنځونې یې ( په راډیو کې فچر او د هغې دتصویري کولو لارې چارې) ترسرلیک لاندې یوه علمي مقاله او د( مسلکي عامه اړیکو داساسي دندو او مسؤلیتو پیژندنه )ترسرلیک لاندې یوه علمي رساله د کتاب په بڼه چاپ ته لیږل شوې، چې ډیر زر به ستاسو درنو لوستونکو تر لاسونو در ورسیږي. استاد احمدي تر دې مهاله د ځوان کادرونو په روزنه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې، د الله تعالی له درباره له خوښیو او نیکمرغیو ډک، اوږد ژوند ورته غواړو، څو نور هم د دې ځوریدلي ملت لپاره دخدمت جوګه شي او د هیواد د ځوانې انرژۍ په روزنه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
پوهنیار عبدالله احساس :
پوهنيار عبدالله احساس د خواجک حسين زوی، چې په (۱۳۶۹ ل)کال کې د پکتيا ولايت د څمکنيو ولسوالۍ اړوند په يوه علمي کورنۍ کې زيږدلی دی.، خپلې ابتدايی او ثانوي زده کړې يې د د همدې ولسوالی اړوند په څمکنيو عالی ليسه کې بشپړې کړې دي، د کانکور تر آزموېنې وروسته په(۱۳۸۷ل) کال کې د خوست ولايت د شيخ ذايد پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی ته بريالی او په (۱۳۹۰ل)کال کې يې له ياد پوهنتون څخه د فراغت سند تر لاسه کړ، نوموړي په (۱۳۹۲ل )کال کې د خپلې علاقی له مخې دکادري آزموينې تر وکړې وروسته د کندهار پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړيکو پوهنځی په عامه اړيکو څانګه کې استاد او تر پنځه کال خدمت وروسته په( ۱۳۹۷ل)کال کې د تحصيلی بورس له لارې دهند هيواد ته ولاړ او په (۱۳۹۹ل) کې يې د هند هيواد د بنګلور پوهنتون څخه د ژورنالېزم په برخه کې د ماستري سند ترلاسه کړ، چې اوس مهال د خپلې مقدسی دندې له لارې د هيوادوالو خدمت کوي.
پوهنیار شیرخان افغان
پوهنیار شیرخان افغان د قمر خان زوی د لاهور خان لمسی ده. د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالی د منزایو د قوم د حاکیم خانوالو د کلي اوسیدونکی. نوموړی په ۱۳۷۰ / ۲/ ۲۱ هـ ش کال دافغانستان په پلازمینه کابل کې دحاجې قمرخان په درنې کورنې کې نړۍ ته سترګي پرانستلې،او د افغانستان سیاسي اوضاع د خرابیدو سره یې کورني پکتیا زرمت ولسوالي ته ستانه شوه. دماشومتوب ژوند يې پیل شو، فغان په ماشومتوب کې له علم او پوهې سره بې ساري مینه درلوده. له ماشومتوب دورې څخه تر ۱۳۸۱ هـ ش کال پوري د کور په کارونو کي له پلار سره مصروف وه، او هم د طالبانو د حکومت پرمهال یې لومړنۍ زده کړي په مسجد او مدرسه کې پیل کړې، لکه څنګه چې لازم وه همداسي زمینه مساعده نه وه ،خو د طالبانو د حکومت تر ختمیدو وروسته نوموړی د ۱۳۸۱ هـ ش کال په پسرلنیو ورځو کې د ښوونځي له فضا څخه متاثر شوو، خپل درس یې له دوهم ټولګي څخه دباتور په منځني ښوونځي کې پیل کړ.له دوهم ټولګي څخه تر لسم ټولګي پوري هر کال د خپل ټولګي اول نمره شاګرد وه. ډیره لیوالتیا یې همدا وه چې ژر پوهنتون او لوړو زده کړو ته ځان ورسوي، هغه وه چې هرکال به یې د لیاقت امتحانونه ورکول یعني په کال کې به یې دوه ټولګي لوستل او په ښه توګه به بریالی کیده ،له نهم ټولګي څخه وروسته یې دلیسې دوره زده کړي د حبیب الله زرمتي په لیسه کې تر سره کړي،او په ۱۳۸۷ هـ ش کال له دولسم ټولګي څخه په عالی درجه سره فارغ شو. په همدې کال یې دپکتیا مرکز ګردیز کې د کانکور په امتحان کې ګډون وکړ، د کانکور دامتحان له لاري دخوست شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي ته په ۱۳۸۸هـ ش کال کې بریالی شو.د پوهنتون د لومړي ټولګي څخه تر دوهم ټولګي پوري له زیاتو اقتصادي مشکلاتو سره مخ وه ،خو بیا هم یادو ستونزو یې د تحصیل مخه ډب نه کړه، او خپله مبارزه یې جاري وساتله ،دریم ټولګي ته له بریالی کیدو وروسته اقتصادي مشکلات حل او د لیسانس دوري په ټولو سمسترونو کي په ښه توګه بریالی کیده ،په همدې کال یې بل د ژوند نوی پړاو هم شروع شو، دافغانستان د ملی راډیوتلویزیون د نشراتو پخوانی مدیر او دکابل پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي دلومړيو دورو فارغ التحصل لیکوال او ژورنالیست عارف شاه مموزي له لور سره محمدي نکاح وشوه. په ۱۳۹۱ هـ ش کال د جدي د میاشتي په ۳۰ نیټه یې د لیسانس دوره هم پای ته ورسوله، د فراغت د مراسمو په لړ کې یې خپلو ټولو استادانو ، ګران پلار او مورجاني او ټولو دوستانو ته مبارکي وویله او د افغانستان د معارف وزارت او لوړو زده کړو وزارت څخه یې مننه وکړه، چې د افغانستان د ځوانانو لپاره یې د تحصیل زمینه برابره کړي او هلي ځلي کوې.یوه یادونه باید وکړم چې پوهنیار شیرخان افغان ښوونځي او پوهنتون ټول درسونه په ۱۱ کلونو کې پای ته ورسول.
د خپل تحصیل تر څنګ په خصوصي سکتور کې هم په څو برخو کې مصروف وه او خپله تجربه یې له نورو هیوادوالو سره شريکوله لکه : خیرالناس نړیواله لیسه او باختر عالی لیسه کې استاد وه ،او ترڅنګ یې د افغان ملی فکر ټولنیزبنسټ له ټولني سره هم کار کاوه . استاد افغان په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې له خوست څخه خپل پلرني ولایت پکتیا ته لاړ، د پکتیا مرکز ګردیز کې د انتخاباتو په کمیسیون کې د دندې د ترلاسه کولو لپاره په امتحان کې برخه واخیسته او بریالی شو او د زرمت ولسوالی ته د انتخاباتود کمیسیون د مسؤل په حیث وټاکل شو، دا چې په ټول افغانستان کې مشکلات زیات اونا امني وه، تر یو څه وخت وروسته د خپلو ملګرو او دوستانو لخوا ورته اجازه ورنه کړل شوه چې یاده دندي ته ادامه ورکړي.
استاد افغان دلیسانس په دوره کې په خپلو مطالعاتو ډیر زور اچولی وه، او له ډیرو ممتازو محصلانو څخه ګڼل کیده، نوموړي هیله درلوده، چې په پوهنتون کې داستادې مقدسه وظیفه ترلاسه کړي د خپل ګران هیواد د ځوانانو سره خپل افکار شریک کړي، هغه وه چې د کندهار پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي په ۱۳۹۱ هـ کال کې پرانیستل شوه، د نورو کاندیدانوترڅنګ یو هم پوهنیار شیرخان افغان وه ،چې د کابل پوهنتون کې تر امتحان ورکولو وروسته کندهار پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي ته په ۱۳۹۲هـ ش کال کې د استاد په حیث بریالی شواو دنده یې پیل کړه .
په ژورنالیزم پوهنځي کې يې د نورو۴ تنه استادانو سره په خپلو تدریسي او اکاډمیکو فعالیتونو پیل وکړ،له یو څه وخت وروسته په همدې کال کې د ژورنالیزم پوهنځي د عامه اړیکو څانګې د امر په توګه وټاکل شو او په یاده څانګه کې ېې خپل کوښښ ونه سپماوه چې په نتیجه کې دعامه اړیکو څانګه د پوهنتون د د ډیرو فعالو څانګو په لیست کې شامله شوه او د پوهنتون دارزوني په پایله کې د پوهنتون رهبري لخوا پوهنیار شیرخان افغان او دعامه اړیکو څانګه ډیره وستایل شوه.
دامریت څخه وروسته د کندهار پوهنتون د رهبري لخوا په ۱۳۹۴ هـ ش د ژورنالیزم د پوهنځي د مرستیال په توګه وټاکل شو. چي تر ۱۳۹۶ هـ ش کال پوري د پوهنځي دتدریسي او اکاډمیکو فعالیتونو تر څنګ د پوهنځي د مرستیال او کیفیت تضمین دکمیټي د مسؤل په توګه دنده تر سره کوله او د پوهنځي لپاره یې ډیر لاسته راوړوني لرلي . په ۱۳۹۶ هـ ش د کندهار پوهنتون د رهبري لخوا د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د سرپرست رئیس په توګه معرفي شو او د پوهنځي د تحولاتو لپاره یې په مخلتفو برخوکې کار وکړو. خو په همدي دوره کې استاد افغان زیات وخت لپاره په افغانستان کي پاتي نشو، نوموړی استاد د په ۱۳۹۷ هـ ش کال کي آزاد رقابت د بورسونو له لاري د ایران اسلامي جمهوریت د تهران پوهنتون او د ترکیي هیواد د انقري پوهنتون ته بریالی شو. د ملګرو او دوستانو په مشوره يې د ترکیې هیواد ته ترجیح ورکړه . دماستري زده کړو څخه مخکي ترکیي ژبه زده کړه او په یاده ژبه کې یې (په پښتو د ترکیي ژبي ګرامر) کتاب ولیکه اوس مهال دترکيي هیواد پلازمینه انقرې پوهنتون کې په زده کړو بوخت ده، د ماستري د خلاصیدو سره سم به خپل ګران هیواد ته راستون شي.
پوهنیار شیرخان فغان په علمي او اکاډمیکه برخه کې هم کار کړی ده، چې تردا مهاله په ۶ جلده ناچاپ شوي اثارو کار کړی،د استاد په وینا کله چې د ماستري څخه راستون شي،د اثارو ترتیب ،چاپول به یې لومړیتوبونو کې وي.
اوسني حالت : علمي رتبه: پوهنیار، د تحصیل درجه: لیسانس، دنده: کندهار پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي استاد ، شخصي ژوند: الحمدالله موريي ژوندي ده او پلار یې وفات شوی. دری وروڼه لري : دوه طب محصلان دي او یو لیسي شاګرد ده. دري لورګاني او یو زوی لري. د سپورت سره زیاته علاقه لري د خوښي لوبه یې فوټبال ده
پوهنیار رشاداحمد احمدي :
نوماند پوهنیار رشاداحمد احمدي د حاجي نور احمد احمدي زوی د مرحوم حاجي نصرالدين احمدي لمسی د حاجي جلال الدين احمدي کړوسی په ۱۳۷۱ ه ل کال کي د کندهار ښار په دوهمه ناحیه کي په یوه روشنفکره کورنۍ کي زيږيدلی دئ. لومړنۍ زده کړي ئې د کندهار ښار په احمدشاه بابا عالي ليسه کي بشپړي کړې او له همدې ليسې څخه په ۱۳۹۰ ه ل کال کي په لومړۍ درجه درجه فارغ سو، او په کال ۱۳۹۲ هـ.ش د کانکور په ازموينه کي د کندهار پوهنتون ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي ته په ۲۴۵ نمرو سره بريالی سو او په ۱۳۹۶ ه ل کال کي د عامه اړیکو په رشته کي د پوهنځي په سطحه په لومړۍ درجه د ليسانس سند واخيست. نوموړي تر فراغت وروسته په ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي کي دوه کلونه افتخاري استادي وکړه او په ۱۳۹۸ ه ل کال کي د يادي پوهنځي د عامه اړیکو په څانګه کي علمي کادر ته شامل سو. او تر دې مهاله د عامه اړيکو د څانګي د آمر په توګه دنده مخته وړي. همداراز نوماند پوهنیار رشاداحمد احمدي علمي کادر ته تر شامیلدو مخکي د ۱۳۹۱هـ.ش کال څخه تر د ۱۳۹۸هـ.ش کال پوري په احمد شاه بابا عالي لېسه کي د فزيک د استاد په صفت دنده ترسره کړې ده. د ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۱۵ پوري په شيرزي انيسټيټوټ کي د انګرېزي د استاد په صفت دنده اجرا کري ده. د نوماند پوهنیار رشاداحمد احمدي مورنۍ ژبه پښتو ده او د دې سره سره په دری او انګليسي ژبو پوره حاکمیت لري. نوموړی درې ځله تقدیر سوی دئ. يو ځل د کندهار ولایت د معارف رياست لخوا د ۱۳۹۵هـ.ش کي د غوره ښوونکي په ویاړ ستایل سوی دئ. همداسي په ۱۳۹۶هـ.ش کال کي د کندهار پوهنتون د رئيس لخوا د ليسانس دورې څخه په لومړۍ درجه د فراغت له امله تقدير سوی دئ. او په ۱۳۹۷هـ.ش کال کي د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د رهبري لخوا د کال د غوره ښوونکي او په پوهنځي کي د افتخاري تدريس کولو له امله تقدير سوی دئ.
سيدانورشاه عابد
سیدانورشاه (عابد )د الحاج داکتر محمدآصف زوی په ۱۳۶۴ ه ش کال کې د کندز ولایت حضرت امام صاحب ولسوالۍ د قطربلاق په چغرناقلین کلي کې زیږېدلی دی،ابتدایی زده کړې یې د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالی د اونخي په لیسه کې ترسره او د زده کړو تر پایه د خپلې کورنۍ سره د یاد ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د اونخې درې په یاویز کلي کې خپل ژوند ته دوام ورکړ ، تر ابتدایی زده کړو ورسته یې پاتې زده کړې تر دوولسم ټولګي پورې د سیدآباد په عالي لیسه کې په ۱۳۸۲ کال کې پاي ته ورسولې.عابد د کانکور تر ازموینې وروسته د خوست ولایت شیخ ذاید پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځۍ ته بریالی شو، خو د اقتصادی مشکلاتو له امله یې په تحصیل کې یو کال ځنډ رامنځ ته شو. په ۱۳۸۴ کال کې یې پوهنتون پیل کړ.عابد خپل لومړنی رسنیز کار د شیخ ذاید پوهنتون په ځوان غږ راډیو کې ( خوست په تیره اونۍ کې ) له خپرونې پیل کړل او د فراغت تر پایه یې په وړیا ډول کار وکړ،چې په ۱۳۸۷ کال کې په دوهمه درجه له نوموړې پوهنځۍ څخه د لیسانس سند ترلاسه کړ.عابد په ۱۳۸۸ ه ش کال کې د پکتیکا ولایت په ملی رادیوتلویزیون آمریت کې د تخنیک د عمومي مدیرپه توګه مقررشو، چې د پکتیکا ملی رادیوتلویزیون آمریت د سرپرستي چارې هم ورته وسپارل شوي.عابد د دولتي دندې ترڅنګ د خصوصی (میدان غږ راډیو) سره هم په تخنیکي او نشراتي برخه کې همکاري درلوده .عابد د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د قانون سره سم په نوي سیستم سره د ازادې سیالۍ تر ازموینې وروسته ؛ په ۱۳۹۱ کال کې د پکتیکا ملی رادیوتلویزیون د آمر په توګه وټاکل شو، د څلورو کلونو دندې په جریان کې تر ټولو لویه لاسته راوړنه یې د تلویزیون لپاره د تعمیر او استندر ستیودیوګانو جوړول او د تلویزیون محلی نشرات فعاله کول وو، چې د بیلابیلو کورنیو او بهرنیو دولتي ادارو لخوا په تقدیر پاڼو او ستاینلیکونو باندې وستایل شو.عابد په پکتیکا کې تر څلور کلنې دندې وروسته د ازاد رقابت له لارې په ۱۳۹۴ کال کې د کندهار پوهنتون د ژونالیزم او عامه اړیکو پوهنځی په ژورنالیزم څانګه کې د علمي کادر په توګه د استادی ویاړ تر لاسه کړ، ترڅو په ملي روحیه ټولنې ته مسلکي او با احساسه ژورنالیستان وړاندې کړي. نوموړي ته په همدې کال د استادی ترڅنګ د کندهار پوهنتون د رسنیو د عملياتي مرکز مسولیت هم ور وسپارل شو. ښاغلی عابد په ۱۳۹۶ کال کې د کندهار پوهنتون د ادارې له خوا د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی د مرستیال په توګه وټاکل شو، چې د یادې پوهنځی د کیفیت لوړاوي او بریښنایی کمیټو مسولیت یې هم په غاړه درلود. استاد عابد په ۱۳۹۷کال کې د لوړو زده کړو وزارت لخوا د دریو کلونو لپاره د لوړو زده کړو(ماسټری) په موخه د چین هیواد ته ولاړ. نوموړي د لوړو زده کړو د قانون د ځینو مادو تر تعدیل وروسته ، د پوهنیاری رتبې د شرایطو په پوره کولو او د علمي کنفرانس په وړاندې کولو سره په ۱۳۹۹ کال کې له پوهیالی څخه پوهنیارۍ علمي رتبې ته ارتقاء وکړه. استاد عابد په ۱۴۰۰ کال کې یې د چین هیواد د چونګچینګ ښار په (South west University) پوهنتون کې خپله دری کلنه ماستري په ژورنالیزم کې بشپړه او هیواد ته را ستون شو او بیرته یې خپل تدریس ته دوام ورکړ.