د رواني مشورې مرکز

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۴۷
image

په کندهار پوهنتون کي د رواني مشورې مرکز خدمات پراخ سول

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت اړوند د رواني مشورې مرکز خپل خدمات په درو: د انفرادي مشورو خونه، د ګروپي مشورو خونه او اداري برخو کښي ترسره کوي.
د دې رواني مشورې  د مرکز عمومي مدیر، محترم ننګیالی صدیقي وايي، چي یاد مرکز د ښووني او روزني پوهنځي د ارواپوهني څانګي له مسلکي او تجربه‌ لرونکو استادانو سره په همږغۍ د رواني مشورې په برخه کي خدمات وړاندي کوي، چي په خبره ئې؛ د ياد مرکز موخه د رواني، ټولنیزو او تحصیلي ستونزو مخنیوی، د ذهني روغتیا پیاوړتیا او د سالم تحصیلي چاپېریال رامنځ ته کول دي؛ تر څو ټول اړوند کسان وکولای سي په ډاډمنه فضا کي له مسلکي سلا او مشورو څخه ګټه واخلي.

د یادولو وړ ده، چي د ياد مرکز د خدماتو وختونه د ورځي له ۱۰:۰۰ بجو څخه تر ۱۲:۰۰ بجو پوري او د ماپښین له ۲:۰۰ بجو څخه تر ۳:۳۰ بجو پوري ټاکل سوي دي.

نېټه: ۱۴۴۷/۹/۷