د علامه حبیبي کتابتون آمریت له پاره نوی آمر وټاکل سو

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۱:۳۷
د علامه حبیبي کتابتون آمریت له پاره نوی آمر وټاکل سو

د دوشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علامه حبیبي کتابتون آمریت له پاره په درېیم بست کښي، ذبیح الله آغا نوی آمر وټاکل سو.
د پېژندني یاد مراسم، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سول؛ په سر کښي، د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال انجینېر اکرام الله صهيب د علامه حبیبي کتابتون آمریت له پاره نوی آمر ته د دندې مبارکي وویله او په خپلو خبرو کي ئې ذبیح الله آغا په کار پوه کس یاد کړ.
انجینېر اکرام الله صهيب د علامه حبیبي کتابتون د عمومي مدیر نور احمد قران مل کارونه وستايل؛ هغه ئې ېو نه ستړى کېدونکى مدیر وباله؛ د هغه د صداقت او اخلاص او د شپې او ورځي د کارو ستاينه ئې وکړه.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د شخصي لوړو زده کړو مؤسساتو د پسرلني سمیسټر کانکور آزموینه واخیستله سوه

په کندهار کښي، د ملالۍ، میرویس نیکه، سبا، بېنوا او لمر د لوړو زده کړو شخصي مؤسسو د (۱۴۰۳.ل) کال د پسرلني سمیسټر د شمولیت له پاره د دوولسم او څوارلسم ټولګیو ګڼ شمېر فارغانو څخه، د کندهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د سرطان نړۍواله ورځ ولمانځله سوه

د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت او د طب پوهنځي د فرهنګي کمېټې د پلان له مخه؛ د طب پوهنځي د علمي کنفرانسو په تالار کښي، د همدې پوهنځي استاد پوهنوال ډاکټر نعمت الله اسحاق د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴۵
Background image

د کمپیوټر زده کړي، له کورس څخه ۱۳۰ محصلان فارغه او د خاصو مراسمو په ترڅ کښي فراغت لیکونه ورکول سول


د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کمپیوټر مدیرت او آفیس زده کړي له پروکرامو څخه ۱۳۰ محصلان له دوه میاشتني زده کړو وروسته فارغه سول، چي په همدې موخه د محصلانو. . .

BACK TO NEWS