د اډاب اډيشن پروګرام

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۵:۱۰
image

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو ته د اډاب اډيشن پروګرام ورکشاپ په بریاليتوب سره پای ته ورسېد

د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي، د لومړي ټولګي ۶۳ محصلانو ته د هغوى د عملي کارونو د ښې زده کړي په موخه، د رسنيو د عملياتي مرکز اړوند د راډيو تخنيک مدير عتیق الله عادل، د اډاب اِډيشن پروګرام په بریاليتوب سره پای ته ورساوه.

په ياد ورکشاپ کي د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو ته د ياد پروګرام پېژندنه، د استعمال طريقه، د ږغ ښه ثبتونه، د ږغ ښکلا او د ږغ کټينګ په عملي ډول ور وښوول سو؛ تر څو په مسلکي ډول د ږغ ايډيټ وکړي او په خپله مسلکي ساحه کښي مثبته استفاده ځني وکړي.
د یادوني وړ ده، چي تر یاد ورکشاپ وړاندي هم د رسنیو علمیاتي مرکز د محصلانو د عملي زده کړي په موخه بېلابېل روزنیز ورکشاپونه دائر کړي دي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۳۰