د کندهار پوهنتون د علامه حبيبي کتابتون د سمون د کمېټې پرانيستونکې غونډه دائره سوه

kdru_admin
Mon, May 29 2023 9:48 AM
/

۱۴۴۴هـ،ق کال د ذی القعده پر (۷ مه ) د کندهار پوهنتون د علامه حبيبي کتابتون د سمون د کمېټې پرانيستونکې غونډه د کندهار پوهنتون په اداري معاونيت کي د مالي او اداري چارو د مرستيال م. عبدالستار حقاــ ني په مشرۍ دائره سوه.

غونډه د قران کريم په مبارکو آياتونو پېله سوه.

په ياده غونډه کي د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال م. عبدالستار حقاــ ني،  د دعوت او ارشاد آمر م. فضل احمد فضلي، د تضمين کيفيت آمر پوهنيار عبدالاحد زاهد، پوهنمل مطيع الله روهيال، پوهنمل سيداحمد قانع، پوهنمل فريداحمد بشردوست، د کمېټې نورو غړو او  د کتابتون عمومي مدير نوراحمد قران مل موجود ول.

 په پرانيستونکې وينا کي  د مالي او اداري چارو مرستيال م. عبدالستار حقاــ ني د غونډي ګډون والو ته ښه راغلاست وويل، او د يادي کمېټې پر مسؤليتونو او رول وږغېدئ.

په ياده غونډه کي د کمېټې پر کلني پلان، د کمېټي پر کلني مهالوېش، نړۍوالو انلاين ژورنالونو ته پر بيا لاس رسي او د کيفيت د خونديتوب او پرمختګ په منظور د کتابتون د توزيع، تنظيم او ريفرنس مديريتونو پر موجودو لايحو بحث وسو او د علامه حبيبي کتابتون د لا سمون په موخه بېلابيل نظرونه تبادله سوه.

غونډه د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېدله.

Latest news

Wed, Feb 07 2024 10:49 AM
Background image

د شخصي لوړو زده کړو مؤسساتو د پسرلني سمیسټر کانکور آزموینه واخیستله سوه

په کندهار کښي، د ملالۍ، میرویس نیکه، سبا، بېنوا او لمر د لوړو زده کړو شخصي مؤسسو د (۱۴۰۳.ل) کال د پسرلني سمیسټر د شمولیت له پاره د دوولسم او څوارلسم ټولګیو ګڼ شمېر فارغانو څخه، د کندهار. . .

Sun, Jan 07 2024 10:26 AM
Background image

د کمپیوټر زده کړي، له کورس څخه ۱۳۰ محصلان فارغه او د خاصو مراسمو په ترڅ کښي فراغت لیکونه ورکول سول

د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کمپیوټر مدیرت او آفیس زده کړي له پروکرامو څخه ۱۳۰ محصلان له دوه میاشتني زده کړو وروسته فارغه سول، چي په همدې موخه د محصلانو. . .

Sat, Jan 06 2024 12:01 PM
Background image

د طب پوهنځي له محصلانو سره مشورتي غونډه وسوه

د کندهار پوهنتون د رئېس الحاج م. محمد اکرم شاه عاصم په مشرۍ؛ د طب پوهنځي د رهبرۍ غړو، استادانو او شپږم صنف ېوولسم سیمیسټر محصلانو سره د طب پوهنځي، د پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق د غونډو. . .

BACK TO NEWS