د کندهار پوهنتون د علامه حبيبي کتابتون د سمون د کمېټې پرانيستونکې غونډه دائره سوه
۱۴۴۴هـ،ق کال د ذی القعده پر (۷ مه ) د کندهار پوهنتون د علامه حبيبي کتابتون د سمون د کمېټې پرانيستونکې غونډه د کندهار پوهنتون په اداري معاونيت کي د مالي او اداري چارو د مرستيال م. عبدالستار حقاــ ني په مشرۍ دائره سوه.
غونډه د قران کريم په مبارکو آياتونو پېله سوه.
په ياده غونډه کي د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال م. عبدالستار حقاــ ني، د دعوت او ارشاد آمر م. فضل احمد فضلي، د تضمين کيفيت آمر پوهنيار عبدالاحد زاهد، پوهنمل مطيع الله روهيال، پوهنمل سيداحمد قانع، پوهنمل فريداحمد بشردوست، د کمېټې نورو غړو او د کتابتون عمومي مدير نوراحمد قران مل موجود ول.
په پرانيستونکې وينا کي د مالي او اداري چارو مرستيال م. عبدالستار حقاــ ني د غونډي ګډون والو ته ښه راغلاست وويل، او د يادي کمېټې پر مسؤليتونو او رول وږغېدئ.
په ياده غونډه کي د کمېټې پر کلني پلان، د کمېټي پر کلني مهالوېش، نړۍوالو انلاين ژورنالونو ته پر بيا لاس رسي او د کيفيت د خونديتوب او پرمختګ په منظور د کتابتون د توزيع، تنظيم او ريفرنس مديريتونو پر موجودو لايحو بحث وسو او د علامه حبيبي کتابتون د لا سمون په موخه بېلابيل نظرونه تبادله سوه.
غونډه د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېدله.