د نظارت او ارزوني د نوي لارښود سیمينار وړاندي سو
د نظارت او ارزوني د نوي لارښود سیمينار وړاندي سو
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز د غونډو په تالار کي، د یاد مرکز په هڅو؛ د نظارت او ارزوني د نوي لارښود سیمينار وړاندي سو، چي پر مهال ئې د بېلابېلو څانګو ٣٠ آمران حاضر ول.
سیمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سو، په شروع کي د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر پوهندوی عصمت الله عثماني صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې ئې د نظارت او ارزوني د بهیر په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او زیاته ئې کړه، چي د اسلامي امارت په راتګ سره د لوړو زده کړو وزارت اړوند د نظارت او ارزوني ریاست لا فعال سوی او د استادانو او اداري کارکوونکي به د کار د کيفيت پر بنسټ مکافات يا مجازات کيږي.
ورپسې د کندهار پوهنتون رئیس، الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، وویل: هر څوک د خپلي دندې او مسئولیت په وړاندي جواب ویونکی دئ او لازمه ده، چي خپله دنده په پوره اخلاص، احساس او تعهد سره ترسره کړي. دغه راز شیخ صاحب زیاته کړه، په وروستیو دوو ارزونو کي کندهار پوهنتون د قناعت وړ نومرې ترلاسه کړي دي، چي دا د استادانو او اداري کارکوونکو د ګډو هڅو ښکاره پایله ده. کندهار پوهنتون د ټول افغانستان یوه مهمه علمي شتمني ده؛ نو اړینه ده، چي ټول په ګډه او همږغۍ سره، د دې علمي بنسټ د لا پرمختګ او پیاوړتیا له پاره کار وکړو.
وروسته د یاد سیمینار روزونکو: د شرعیاتو پوهنځي استاد محترم پوهندوی وحیدالله عظیمي صاحب او د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر محترم پوهندوی عصمت الله عثماني صاحب، د نظارت او ارزوني نوی لارښود په تفصیل سره د څانګو آمرانو ته تشریح کړ، او په اړه ئې هر اړخيز معلومات تشریح کړل، ورپسې ئې د ګډونوالو پوښتنو ته هر اړخيز جوابونه وویل او سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ١٤٤٧/٩/١٦