سګرېټ څکول

kdru_admin
Sun, Jan 11 2026 3:40 PM
image

سګرېټ څکول؛ د فرد او ټولني له پاره جدي ګواښ دئ

 

له بده مرغه زموږ په ټولنه کي ورځ تر بلي سګرېټ څکول او نور نشه‌ يي عادتونه ډېريږي، د طبي او نړۍوالو څېړنو پر اساس، سګرېټ څکول د سږو سرطان، د زړه حمله، د ویني لوړ فشار، مغزي صدمه، سالنډي، د سترګو کمزوري، د ځیګر او کولمو سرطان او ګڼو نورو مهلکو ناروغیو اصلي لامل بلل کېږي.

 

د سګرېټ دود (لوګی) د څکوونکي ترڅنګ، شاوخوا کسان هم سخت زیانمنوي، په ځانګړي ډول کوچنيانن، ښځي او حامله مېرمني. څېړني ښيي، چي سګرېټ څکول د خوب نارامي، د دماغي صلاحیت د کمېدو او د بدن د دفاعي سیسټم د کمزوري کېدو سبب هم ګرځي، سهار وختي له خوبه څخه تر راکښېنستلو وروسته سګرېټ څکول تر ټولو خطرناک بلل سوي دي؛ ځکه په دې وخت کي د بدن اغېزمني دفاعي وړتیاوي کمي يي او د سرطان خطر څو چنده زیاتيږي.

نړۍوال راپورونه ښيي، چي هر کال میلیونونه انسانان د سګرېټ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ سره له دې چي په افغانستان کي د سګرېټ څکولو فیصدي د ځینو هيوادو په پرتله کمه ده؛ خو په ځوانانو کي د دې بد عادت د زیاتېدو اندېښنه جدي ده.

ښه خبر دا دئ، که څوک سګرېټ پرېږدي، د څو کلونو په تېرېدو سره ئې د زړه او بدن روغتیا د هغو کسانو په کچه ښه کېږي، چي هېڅکله ئې سګرېټ نه دئ څکولی.

 

د عامه پوهاوي، نشراتو او اړيکو آمريت

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۲۱