دکندهارپوهنتون د محصلانوچارو مرستيال

ښاغلي پوهندوی فيض الله قاضي زاده لنډ ژوند لیک

پوهندوی فيض الله قاضي زاده د ارواښاد قاضي عبدالرزاق زوی په ۱۳۶۳ل. کال د چنګاښ (سرطان) مياشتي پر (۲۸) نېټه د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ د بهادرخيلو کلي په يوه منوره او دينداره کورنۍ کي زېږېدلی او په ۱۳۷۰ل. کال په کابل کي د ذکور بي بي مهرو ښوونځي ته شامل او په ۱۳۸۲ل. کال د محمدعلم فيض زاده له عالي لېسې څخه، چي په کابل کي موقعیت لري فارغ سو او په هم هغه کال د کانکور ازمويني له لاري د کابل د ښووني او روزني پوهنتون د اسلامي تعليماتو پوهنځي ته شامل او په ۱۳۸۶ل. کال ئې له يادي پوهنځي څخه د فراغت سند ترلاسه کړ او په ۱۳۸۷ل. کال د آزاد رقابت له لاري د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي په علمي کادر کي شامل سو او له هغه وروسته ئې د ماسټرۍ دوره له ۱۳۹۱ څخه تر ١٣٩۳ل. کال پوري د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د اسلامي تعليماتو په څانګه کي بشپړه کړه، چي د پوهنتون د استادۍ پر څنګ ئې د پوهنتون د استادانو او محصلانوآمریت، د اسلامي ثقافت د څانګې آمریت او د شرعياتو پوهنځي د مرستيال په توګه دندي هم ترسره کړي دي. ښاغلی قاضي زاده ګڼ علمي اثار او علمي مقالې لیکلي او چاپ سوي دي لکه: د اولاد په روزنه کي د والدينو مسؤليت، قرآن کريم او معاصرعلوم، اسلامي تمدن او نوي فکرونه، د مولوي عبيدالله تګلاره په تفسير ايوبي کي، قرآن کريم د ساينس هڅونکې او لارښود کتاب، ايا موسیقي رښتيا هم د روح غذا ده، د قلم ارزښت په اسلام کي، د نشنليزم (قوم پالنه) په اړه د اسلام دريځ او د اسلام له نظره د نجونو ښوونه او روزنه او په سهيل لويديځو ولاياتو کي ئې په وړاندي پراته خنډونه.

ښاغلی قاضي زاده د ۱۳۹۵ل. کال د چنګاښ میاشتي پر شلمه نېټه د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو سرپرست مرسیتال وټاکل سو او د ۱۳۹۷ل. کال د غویي میاشتي پر څلورمه نېټه د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز پر اساس او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس دوکتور محمد اشرف غني د حکم له مخي په رسمي توګه د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال وټاکل سو، چي تر اوسه پر همدې دنده پاته دی.

ړيکه :

7000572750093

ايميل ادرس :

faizullahQazizada@kdru.edu.af