دکمپيوټرساينس پوهنځی درئيس پيغام

 دکندهارپوهنتون دکمپيوټرساينس پوهنځی داستادانو او کارکوونکو په استازيتوب ستاسو راتګ ته ښه راغلاست وايم.

دکمپيوټرساينس پوهنځی دکندهارپوهنتون دستراتيژيک پلان له مخي او دټولني دنن ورځي دغوښتنو سره سم په (۲۰۱۴) ميلادي کال کي دپوهنتون دنورو پوهنځيو ترڅنګ يي په کار پيل وکړ.او تردا مهاله پوري دري فعاله څانګي لري چي عبارت دي له ډېټابېس، نيټورک او سافټوير انجنيرينګ څخه.دکمپيوټرساينس پوهنځی دليرليد(دهيواد دمعلوماتي او مخابراتي ټکنالوجي په برخه کي ديو مخکښ په توګه دپرمختللو زده کړو او څيړنو دپاره دزميني برابرول او په همدي برخه کي دمسلکيکادرونو روزل دي) او درسالت (په اړونده برخه کي سالمه روزنه، ابتکار او ځاني پرمختګ ته ښه وده ورکولد سيمه اييزو او نړيوالو علمي موسساتو په مرسته د تحقيقاتو دپاره لاره هوارول، دټولني دښه والي دپاره داغيزمنو خدماتو وړاندي کول) له مخي دپوهنځي ټول هبري او کارکوونکي هميشه دا هڅه کوي تر څو ستاسو دښي زده کړي او يوي روښانه راتلونکي دپاره زمينه برابره کړي.دپوهنځی رهبري په دي وياړي چي په ډير لږ وخت کي يي زيات پرمختګ کړی او په بيلابيلو برخو کي ئي وياړونه ترلاسه کړي دي،خو بايد ووايم چي دپوهنځی په هرډول پرمختګ او دوياړونو په ترلاسه کولو کي ستاسي هڅي دستايلو وړ دي او اميد لرم چي تاسي هم په خپله برخه کي زموږ سره ددي کاروان ترمنزله رسيدو کي خپل کوښښونه ونه سپموی.دا چي په يوه داسي ټولنه کي ژوند کوو چي دژوند هربرخه (زده کړه، پوهه، کار، ټولنيز او ګد ژوند ...) ټول دکمپيوټر او ټکنالوجی سره تړلي دي او ګران هيواد مو په دي برخه کي ډيرزيات کاري قوي ته اړتيا لري نوغواړم دا ډاډ درکړم چي هرهغه څه چي ستاسو دزده کړي دپاره لازم وي درته برابر کړو.دکمپيوټرساينس پوهنځی رهبري ستاسو وړانديزونو او اصلاحي مشهورو ته هميشه ښه راغلاست وايي او دپوهنځی رهبري هميشه ستاسو په خدمت کي ده. 

په درنښت

د کمپيوټر ساينس پوهنځی رئيس

پوهنيار عبدالستار کاکړ

درسی نصاب

داچي کمپيوټرساينس پوهنځی يوه نوي او ځوانه پوهنځی ده او تراوسه پوري خپل مشخص تدريسي تعمير نه لري خو دهغه سربيره يي بيا هم دکندهارپوهنتون دمعلوماتي ټکنالوژي مرکز په تعمير کي تدريسي ټولګۍ ځای پر ځای کړي دي.ټولي تدريسي ټولګۍ په مجهز ډول سره د تدريس دپاره اماده کړل سوي دي چي په هره ټولګۍ کي پروجکتور، سپينه تخته، چوکۍ، دياداښت تخته او داسي نور مواد شتون لري.​

علمي اسانتیاوي

ويب پاڼه:

دکمپيوټرساينس پوهنځی وخپلو ټولومحصلينو ته دکار او دزده کړي داسانتيا دپاره يي يوه ويب پاڼه هم جوړه کړي ده چي ټول محصلين کولای سي په هغه ويب پاڼه کيځان ثبت کړي او وروسته يي له خدماتو څخه ګټه واخلي او ترڅنګ يي دمعلوماتو او دخبرتياو دپاره يي فيسبوک پاڼه هم ترتيب کړي ده چي په وخت سره دمحصلينو دپاره معلومات او خبرتياو خپره وي په نوموړي ويب پاڼه کي دپوهنځی اړوند ټول مطالبو ته محصلين لاس رسي درلودلای سي. WWW.kfocs.edu.af

دښي زده کړي دپاره زرغون چاپيريال:

دپوهنځی په داخل کي دمحصلينو دعملي او ګروپي کارونو دپاره ځيني امکانات برابر سوي دي چي کولای سي دسبيني تختي او دچارټونو څخه په استفاده خپل عملي کارونه او ګروپيکارونه ترسره کړي.او ددي ترڅنګ يي دپوهنځی شاوخوا ته هم دزده کړي، ګروپي کارونو او ناستي دپاره زرغون چاپيريال برابر کړی دی.

کمپيوټر ليب:

دا چي کمپيوټرساينس پوهنځی داوس دپاره خپل مشخص تعمير نه لري نو په همدي اساس ټول محصلين او استادان دعملي کارونو او پروژو دپاره دITCQ كمپيوټر ليبونو څخه استفاده کوي.

كتابخانه:

دکمپيوټر ساينس پوهنځی کتابخانه دکندهار پوهنتون په عمومي کتابخانه کي ځای پر ځای سوي ده چي دهمدي مسلک اړوند کتابونه تر ډيره حده پکښي موجود دي او محصلين کولای سي چي د کتابخاني دکارټ په درلودلو سره دنوموړي کتابخاني څخه استفاده وکړي.همدارنګه يي دجرمني د برلين دتخنيکي پوهنتون په مرسته او دڅو استادانو په مرسته دعمومي کتابخاني ترڅنګ يي په پوهنځي کي هم يو کوچني کتابخانه داستادانو او محصلينو دپاره اماده کړي ده چي تر۱۵۰څخه زيات کتابونه او مجلي په کښي موجودي دي چي محصلين کولای سي همدلته په پوهنځی کي په فارغه وخت کي ځنياستفاده وکړي.

پوهنځي نړیوال همکاران

دکمپيوټر ساينس پوهنځی دنړيوالو اړيکو په برخه کي دلاندي هيوادونو سره په بيلابيلو برخو کي تفاهم ليکونه لاسليک کړي دي:

۱- دجرمني هيواد دبرلين تخنيکي پوهنتون (TU-Berlin) سره دIT (معلوماتي ټکنالوژي) د مديرانو  د ظرفيت لوړوني په برخه کي او همدارنګه دکمپيوټر ساينس پوهنځی داستادانو دظرفيت لوړوني په برخه کي دماسټري او دوکتورا PHD ترسطحه پوري د زده کړو فرصتونه برابروي.

۲- دکمپيوټر ساينس پوهنځی چيد IOU(Islamic Online University) پوهنتون له لوري دIOUپوهنتون دآزموينو اخستلو يو رسمي مرکز ګڼل سوی دی او دIOU پوهنتون هغه محصلين چي همدي مرکز ته نژدي وي کولای سي دهمدي مرکز له لوري خپلي ټولي آزمويني په آنلاين شکل سره ورکړي.

دلارښود نقشه

کمیټې​​

د کمپيوټر ساينس پوهنځی کميټي، غړي او مسؤلين​

 

شورا/کميټه د شورا/ کميټي غړي مسؤل
د څانګي شورا

دنيټورک څانګي غړي

۱. پوهيالی سيد احمد سهيم

۲. پوهيالی نور احمد نوري

د ډېټابېس څانګي غړي

۱. پوهنيار عبدالستار کاکړ

۲. پوهيالی محمد صادق روحي

سافټوير انجنيرينګ څانګه

۱. پوهيالی حضرت علي آغا

۲. پوهنيار عبدالستار کاکړ

۳. پوهنيار سيد احمد سهيم

د نيټورک څانګي:

پوهنيار سيد احمد محبوبي

د ډېټابېس څانګي:

پوهنيار حبيب الهي رحماني

سافټوير انجنيرينګ څانګه:

پوهيالی حضرت علي آغا

د پوهنځی علمي شورا

۱. پوهنيار سيد احمد محبوبي

۲. پوهنيار حبيب الهي رحماني

۳. پوهيالی سيد احمد سهيم

۴. پوهيالی محمد صادق روحي

۵. پوهيالی حضرت علي آغا

۶. پوهيالی نور احمد نوري

     ۷. عبدالقيوم هوتک

پوهنيار عبدالستار کاکړ
د ستراتيژيک پلان کميټه

 ۱. پوهنيار عبدالستار کاکړ

 ۲. پوهنيار حبيب الهي رحماني

 ۳. پوهيالی حضرت علي آغا

 ۴. پوهيالی نور احمد نوري

  ۵. پوهيالی محمد صادق روحي

پوهنيار سيد احمد محبوبي
د څيړنو او نشراتو کميټه

۱. پوهنيار عبدالستار کاکړ

۲. پوهنيار حبيب الهي رحماني

۳. پوهيالی نور احمد نوری

پوهنيار سيد احمد محبوبي
د نظم او ډسپلين کميټه

۱. پوهنيار عبدالستار کاکړ

۲. پوهنيار سيد احمد محبوبي

۳. وحيدالله مدثر

پوهنيار حبيب الهي رحماني
د نصاب کميټه

۱. پوهنيار سيد احمد محبوبي

۲. پوهنيار عبدالستار کاکړ

۳. پوهيالی سيد احمد سهيم

۴. پوهيالی محمد صادق روحي

۵. پوهيالی حضرت علي آغا

۶. پوهيالی نور احمد نوري

پوهنيار حبيب الهي رحماني
د کيفيت ارتقاء کميټه

۱. پوهنيار سيد احمد محبوبي

۲. پوهنيار حبيب الهي رحماني

۳. پوهيالی حضرت علي آغا

پوهنيار عبدالستار کاکړ
د سپورټ کميټه

۱. پوهنيار عبدالستار کاکړ

۲. پوهنيار سيد احمد محبوبي

۳. پوهنيار حبيب الهي رحماني

عبدالقيوم هوتک
د ازمويني کميټه

۱. پوهنيار عبدالستار کاکړ

۲. پوهنيار سيد احمد محبوبي

۳. پوهنيار حبيب الهي رحماني

وحيد الله مدثر
د چاپيريال ساتني کميټه

۱. پوهنيار حبيب الهي رحماني

۲. پوهيالی نور احمد نوري

۳. پوهيالی حضرت علي آغا

۴. احمد هوتک

پوهنيار عبدالستار کاکړ
د بريښنايي زده کړو کميټه

۱. پوهنيار عبدالستار کاکړ

۲. پوهنيار حبيب الهي رحماني

۳. پوهيالی حضرت علي آغا

پوهنيار سيد احمد محبوبی