د ښووني او روزني پوهنځی د رئيس پيغام:

دهرې بشري ټولنی په اساسي برخو کښي دانسانانو دژوندانه او انساني ټولني وده او پرمختک سره تړلي دي،چي يو یې هم دلوړوزده کړو پوهنتونونه او مختلفي پوهنځیاني دي.که دلوړوزده کړواهميت ته ځيرسو، یقيناً علم او پوهه يوه روښنايي ده او په دې روښنايي کښي دټولني ترټولو لوی قشر(ځوانان) دهمدې روښنايي په برکت دښه آيندي دراتولونکي څخه برخمن کېدای سي.لوړي زده کړي په وروستيو څلويښتو کلنو کښي له بده مرغه په ټول هېواد کښي دټولني دنورو اقتصادي او فرهنګي برخو غوندې ډيره له پښو لوديدلي ده، پوهنتونونه مو زياتره تړلي وه، ځوانان او ځلميان مو تحصیل ته زړه نه ښه کوي او کورنۍ يې هم و تحصيل او زده کړي ته نه هڅوي، دلوړو زده کړو نظام مو لاتراوسه پرپښو نه دي دريدلي کله کله په دې برخه کښي له فساد څخه کړيږو داستادانو او محصیلنو روحيه مود پخوا په شان ډیره پياوړي نه ده.په همدې اساس دکندهار پوهنتون رهبري تصميم ونيوی، چي دکندهار په ولايت کښي دښووني او وزني پوهنځی دلومړی ځل لپاره په ۱۳۸۲ هـ ش کال تشکيل کړي.دې پوهنځی په خپله لومړني دوره کښي ۸ تنه محصیلين درياضي په څانګه کښي و جامعي ته تقديم کړه، وروسته دکېميا، بيولوژي، پښتو، انګليسي، دري، فزيک، تاريخ، جغرافيه، کمپيوټر زده کړي، بدني روزني، بلوڅي او اسلامي ثقافت څانګي دوطن د اولادونو دسالمي تربيې لپاره جوړي سوي. نن ورځ همدغه پوهنځی دښوونکو دروزني دعالي موسسې او دپوهني درياست دليسو او ښوونځيو لپاره هرکال تقريبا ۴۳۰ تنه محصلین په مسلکي روزنه سمبال دښوونکي په صفت فارغه کوي او دټولني په اختيار کښي دخدمت لپاره ورکوي. په همدې پوهنځی کښي تقريبا د افغانستان د۳۰ ولايتونو څخه محصلين په تحصیل بوخت دي. زما هېله او آرزو دټولو ځوانانو څخه داده، چي ولوړوزده کړو ته دخپلي ښه ايندي او دمملکت دپرمختګ په خاطر مخه کړي، څو دنړی دنورو ځوانانو سره دعلم په ډګر کښي سیالي وکړای سي.

د ښووني او روزني پوهنځی مرستيال :

خادم حسین سعیدي د غلام رسول زوی د خداینظر لمسی  په ۱۳۶۵ل.کال د اسد پر ۲۷ د دوشنبې په ورځ د خاص ارزګان د ششپر په کلي کي و دې نړۍ ته سترګي وغړولې.  سعیدي خپلې لومړنۍ زدکړي د خپل پلار څخه پيل ، ابتدایه او ثانوي زدکړي ئې د ششپر په منځنی ښوونځی کي پای ته رسولي دی او په ۱۳۸۳ ل.کال کي د شاه زمان لېسې څخه فارغ او په همدې کال کښي د کانکور په امتحان کي ګډون وکړ، چي په پاېله کي د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی ته کامیاب او په ۱۳۸۸ ل.کال کښي د بيولوژي د څانګي څخه په لومړۍ درجه فارغ سوو.پوهنيار سعيدي په ۱۳۸۹ ل.کال د ښووني  او روزني پوهنځی د بيولوژي په څانګه کي کادر ته شامل سو او په ۱۳۹۲ ل.کال کښي د بيولوژي څآنګي د آمر په توګه و ټاکل سو. سعيدي په ۱۳۹۲ل. کال د ماستري له پاره هندوستان هېواد دهلي پوهنتون ته ولاړ او په ۱۳۹۴ کال کښي د زولوژي د څانګې څخه فارغ او بيرته خپل هېواد او کندهار پوهنتون ته راستون سو. په ۱۳۹۵ کال کښي د ښووني او روزني پوهنځی د مرستيال او د شپې برخي د مسؤل په توګه وټاکل سو. نوموړی په دې جريان کښي په مختلفو کميټو کي دندي ترسره کړي. په ۱۳۹۵ کال کښي د لوړو زده کړو وزارت له خوا په OBE-SCL  ورکشاپ کي ګډون وکړ او  ۱۸۴ تنو استادانو څخه په یوه رقابتي پروسه کښي، چي د افغانستان د مختلفو پوهنتونونو استادانو ګډون کړي و يواځي ۲۴ تنه اتلان (چمپنيز) انتخاب سول، نوموړي دخپل ښه استعداد په درلودلو سره په دې ۲۴ کسانو کي انتخاب او د  ۱۴ ورځو له پاره د Advance OBE-SCL  له پاره ماليزيا هېواد UTM  پوهنتون ته ولاړ  او  د دې ورکشاپ د ترسره کولو څخه وروسته  د لوړو زده کړو وزارت له خوا او همدارنګه د ماليزیا هېواد د  UTM  پوهنتون له خوا څخه  OBE-SCL د ماستر ترينر تصديق پاڼي ترلاسه کړې،  چي اوسمهال د پوهنتونو استادانو ته OBE- SCL  نوي کانسيپت وړاندي کوي او استادانو ته ترينينګونه دايروي. نوموړي دوه ريسرچ پروپوزلونه د بانک جهاني  له خوا څخه ترلاسه کړي او تر اوس مهاله يوه علمي مقاله او دوه کتابونه چاپ سوي دی او يو اثر ئې به ډير ژر د هېوادوالو ترلاسه ورسيږي.   ایمیل ادرس: Khadem.saeedi@gmail.com

د استادانو د ظرفیت لوړوني مرکز:

د استادانو د ظرفيت لوړوني مرکز  Professional Development center  د ښووني او روزني پوهنځی په چوکات کښي په ۱۳۸۶ ل کال کښي د بانک جهاني په مالي ملاتړ تاسيس او د هغه نېټې څخه وروسته په پرله پسي توګه د استادانو د ظرفيت د لوړولو په موخه  پيدا ګوژيک ورکشاپونه دايروي.  د دې مرکز اصلي موخه  داده، چي د ښووني او روزني پوهنځی استادانو ته نوی او تازه مهارتونه ور وپېژني. دا چي د زده کړي نوعيت او ډول د تکنالوژي د پرمختګ سره او هم د پوهي د پراختيا سره د تدريس طریقې بدلون مومي؛ نو په دې اساس دغه مرکز هڅه کوي، چي زموږ  د تدريس او ښوونيزه پروسه د نړيوالو ميتودنو سره مله کړي.دغه مرکز اوسمهال د FPDC   Faculty professional development center  په نامه پيژندل کېږي او د اړتياوو پر اساس نه يواځي خپل فعاليت د ښووني او روزني پوهنځی په چوکات کښي محدودوي بلکه د ټول پوهنتون استادان تر پوښښ لاندې راولي. علاوه پر دې  دغه مرکز هڅه کوي، چي د پوهني د ستونز په درکولو سره د مختلفو څانګو د ښوونکو له پاره پيداګوژيک کورسونه داير کړي.

دداخل خدمت برخه:

دښووني او روزني پوهنځی دلومړی ځل لپاره په ۱۳۹۰ ل.کال کښي دداخل خدمت لپاره دتحصیل زمينه مساعده کړل،

د داخل-خدمت د شمولیت شرايط:

دهغو معلمانو دشمول شرايط، چي د۱۴ټولګي دمؤسساتو څخه فارغ سوی په لاندي ډول دي:

دمعارف دوزات له خوا څخه د۱۴ټولګی دفراغت تاييد سوی سند.

دمعارف دوزارت له خوا څخه تاييد سوی دتحصیلي دوري نمرې(ترانسکريپت).

دمعارف دوزارت له خوا او يا معارف درياست له خوا دبرحاله معلمي تصديق.

دتحصیلي سند مشخصوالي(رشتې او څانګي مشخص سوی وي).

داختصاصي امتحان سپري کول

نوت: که چيري د ۱۳۸۸ ل. ل. څخه مخکي فارغ وي، په يو کال تنزيل مربوطه څانګي ته شامليږي.

د کيفيت د ارتقا څانګه:

 ښووني او روزني پوهنځی د خپل تعهد او ژمنتیا سره سم د کميت ترڅنګ پر کيفت باندي هم ټينګار کوي او په دې هڅه کي دی، چي د کميت ترڅنګ اداري، تدريسي، اکادميکي او څيړنيز کيفیتونو ته هم ارتقا ورکړي. نو په دې موخه دغه څانګه د ښووني او روزني پوهنځی په چوکات کښي د لومړي ځل له پاره په ۱۳۹۱ ل.کال کي ايجاد او د نړيوالو نورمونو په پوره کولو سره يولس ګوني معيارونه پرځان تطبيقوي، چي له نیکه مرغه په لږ وخت کښي درې ديپارتمنتونه، بيولوژي، دري او  رياضې څانګي د يولس معيارونو په تطبيق سره د کندهار پوهنتون د ارتقاء مرکز له لوري د کاميابي نمرې ترلاسه کړي او موږ يقين لرو، چي په راتلوونکي کي زموږ ډير نور ډيپارتمنتونو د کاميابي نمرې ترلاسه کړي.

څېړنيز مرکز:

دا چي د نړی په کچه د اکادميکو مرکزونو له پاره څيړنه  او څيړنيز مرکز خورا اړين وي، نو په دې خاطر د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی دا مرکز استادانو او محصلانو ته د څېړني د ترسره کولو زمينه مساعده کړی او هڅه کوي، چي د داخلي او خارجي مؤسساتو څخه د څېړنو له پاره فنډ ترلاسه کړي. دغه مرکز د استادانو د خارجي او داخلي فند ورکوونکو موسساتو ترمنځ د  يو پل حیثت لري. په دې مرکز کښي مجرب او ماستر استادان د يو ټيم په توګه کار کوي.