د ژبو او ادبياتو د پوهنځي څېړنيز مرکز

دژبو او ادبياتو پوهنځی څېړنو مرکز دکندهار پوهنتون دڅېړنيز مرکز ترچترلاندي او دکندهار پوهنتون دعلمي چارو دمعاونيت تر مستقيمي څارني لاندي په ۱۳۹۵. ل کال کي فعاليت را پيل کړی.دژبو او ادبياتو پوهنځی څېړنو مرکز په کندهار پوهنتون دڅېړنيز مرکز کي دکمېټې یو ناظم لري چی هغه په پوهنځي کي دڅېړنو کولو، تنظیمولو، نظارت کولو او راپور ورکولو دنده په غاړه لرئ. او همدا څېرنیز مرکز دي چي د دوو څانګولکه د پښتو او انګلیسي ژبو او ادبیاتو څانګو څخه د کمېټې غړي لري چي د په پوهنځی کي دڅېړنو لپاره یوځای کار کوي. یاد څېړنیز مرکز په پوهنځی کي پر بېلابېلو موضوعاتو یو ځل غونډه نیسي او د کندهار پوهنتون څېړنیز مرکز ته راپور ورکوي.

لېرليد:

دژبو او ادبیاتو پوهنځي څېړنیز مرکز به دملي او نړیوالو ژبو او ادبياتو یو پياوړي مرکز وي چي پر مهمو اثارو او موضوعاتو به څېړنه کوي. 

موخي:

دژبو او ادبياتو پوهنځي داستادانو له پاره دڅېړنو زمينه، تشويق اوهڅونه.

دڅېړنو له پاره دمهمو موضوعاتو په ټاکلو کي مشورې ورکول.

دارزښتناکو څېړنيزو ورکشاپونو او سيمينارونو جوړول.

رسالت:​

په هيواد کي دننه او دنړۍ دبېلا- بېلو ژبو او ادبياتو په برخه کي دڅېړنيز بهیر ملاتړ او دهغه دلا پياوړتيا له پاره دمعياري روزنیزو پروګرامونو نېول.

بنسټيز ارزښتونه:

داسلامي او بشري قوانينو په روڼا کي فعاليت.

مسئوليت پېژندنه او همکاري.  

پر مهمو علمي او ادبي تشو باندي کار کول.

د کندهار پوهنتون دڅېړنيز مرکز لپاره دپوهنځي دکمېټو مسؤلین:

پوهیالی مطیع الله روهیال

پوهیالی نثار احمد آریا

پوهیالی حبیب الله پوپل

پوهنیار ذبیح الله ادبپال​

د ژبو او ادبياتو پوهنځی څېړنو مرکز تراوسه لاندي څېړني لري:

انګلیسي ژبه وسیله ده که وسله؟ څېړونکی پوهنیار ذبیح الله ادبپال

د ارسموس پلس مرکز:

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په کندهار پوهنتون کي یو له هغو پوهنځيو څخه دئ، چي د بهرنيو هیوادونو سره د علمي او اکاډمیکو اړېکو د همانګۍ او همکارۍ کارځای په کي پرانستل سوی دئ. دا به د هغه کارځای وي چيري چي د ارسموس پلس پروګرامونه پلي کیږي او د ټاکني پروسه به په همدې کارځای کي تر سره کیږي. په دې کارځای کي به د کندهار پوهنتون استادان او محصلان د اصولو په نظر کي نیول سره ټاکل کیږي او نړۍوالو پوهنتونونو په به معرفي کیږي. تر دې دمه د کندهار پوهنتون د دوو اروپایي د هسپانئې او هنګرې هیوادونو سره دوه اړخیز تړنلیکونه لري او کندهار پوهنتون د دې پروسې پر وسعت باندي کار کوي او ډېر ژر به د نورو اروپائې هیوادونو سره توامیتونه ولري.

 

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د محصلانو احصائیه

 ۱. د انګرېزي ژبي او ادبیاتو څانګه :​

۲. د پښتو ژبي او ادبیاتو څانکه :​