د پاچاخان علمي څېړنيز مرکز   اړوند  د سولي کلب د مشرتابه ټاکني ترسره سوې.

پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د سولي کلب د رياست لپاره د سولي کلب د غړو ترمنځ د راتلونکي يو کال لپاره ټاکني ترسره کړې،  يادي ټاکني چي د ۱۳۸۹ کال د وري د مياشتې پر ۱۵ نېټه د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کي ترسره سوې، چي ښاغلی محمد اسماعيل ناصري د پيس کلب د نوي رئيس په توګه معرفي  سو. په يادو ټاکنو کي د پاچاخان علمي څېړنيز مرکز رئيس پوهندوی انجنيرمحمد اسلم "حاذق " د همدې مرکز کارکوونکو او د سولي کلب ټولو غړو ګډون کړی و،  تر ټاکنو وړاندي د پاچاخان علمي  څېړنيز مرکز رئيس پوهندوی انجنيرمحمد اسلم "حاذق " د غونډي برخوالو ته وينا وکړه. ښاغلي حاذق   د سولي کلب له پخواني رئيس راز محمد "ژمن" څخه مننه وکړه او د نوموړي د تېر يو کال کړني او فعاليتونه ئې وستايل. تر څنګ ئې د سولي کلب د غړو څخه غوښتنه وکړه، چي دا ټاکني دي په ډېر غور ترسره کړي، همدارنګه نوموړي په خپلو خبرو کي وويل، مسؤليت کوم امتياز نه دی، بلکي تر ټولو زياته ستړيا، فکر مندي او منډي ترړي دي. نو هيله لرم، چي تاسو نن داسي کس وټاکئ، چي د همدې مسؤليت جوګه وي. وروسته دواړو کانديدانو اسماعيل ناصري او عرفان الله عرفان خپلي برنامې د سولي کلب له غړو سره شريکي کړې. د ټاکنو په ترسره کېدو سره اسماعيل ناصري د ۷۹ رايو په وړلو سره د سولي کلب رئيس او عرفان الله عرفان د ۶۶ رايو په وړلو سره د مرستيال په توګه وټاکل سول.