د خطاطۍ د سيالي

کندهار پوهنتون-پاچاخان علمي څېړنيز مرکز په ټولنه کي د زورزياتي د له منځه وړلو او پر ځای ئې د نه زورزياتي، زغم، حوصلې او تعقل د روحيې د پياوړي کولو په موخه د پوهنتون د محصلانو او د کندهار ښار د پنځه لسو (۱۵) ښوونځيو د زده کوونکو تر منځ "د هنرونو په مرسته د انساني ښېګڼو وده" په نامه د خطاطۍ يوه سيالي جوړه کړه. يادي سيالۍ درې پړاوه درلودل، چي د ۱۳۹۵ کال د ليندۍ پر اوله نېټه پيل او د همدې مياشتي پر اته ويشتمه (۲۸) نېټه پای ته ورسېده. په دغه سيالي کي څلورسوه شپاړس (۴۱۶) محصلانو او د ښوونځيو زده کوونکو برخه اخيستې وه، چي دوه سوه دواتيا (۲۸۲) کسه هلکان او يو سلو دېرش (۱۳۰) تنې خويندي وې. په سيالي کي د ټاکل سوي پلاوي له خوا لومړی، دوهم او درېيم مقام انتخاب او جايزې ورکړه سوې.پاته دي نه وي، چي د سوکاله ژوند، ارام افغانستان او سولي په اړه د پخوانيو ليکوالانو او پوهانو همدا ليکل سوي ټولني ته د عامه پوهاوي په موخه وړاندي سوې.