پوهنيار انجنیر عبدالستار کاکړ ژوند لیک

پوهنيار انجنیر عبدالستار کاکړ د ډاکټر عبدالجبار زوی په ۱۳۶۱ل. کال د کندهار ولايت په پنځمه ناحيه کي د خواجک بابا په کلي کي زېږېدلی دئ. ديني زده کړي ئې په مسجد او مدرسه کي کړي او ثانوي زده کړي ئې په ۱۳۷۹ل. کال په ظاهر شاهي عالي ليسه کي سرته رسولي دي. لوړي زده کړي ئې د ليسانس په کچه د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي د سيول په څانګه کي په ۱۳۸۴ل. کال کي پاي ته رسولي او په ۱۳۸۶ل. کال د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي علمي کادر ته شامل سوی دئ. د ماسټري په کچه لوړي زده کړي ئې د جرمني هيواد د برلين د ښار د برلين تخنيکي پوهنتون(Technical University Berlin) د کمپيوټر ساينس د ډېټابېس په څانګه کي په ۱۳۸۹ل. کال پای ته رسولي دي. پوهنيار کاکړ د ماسټري له زده کړو وروسته په کندهار پوهنتون کي د معلوماتي ټکنالوژي د مرکز پر جوړولو کار پيل کړ، چي بالاخره په ۱۳۹۳ل. کال نوموړی مرکز فعال سو، چي تر اوسه ئې د پوهنتون د استادانو، محصلانو او کارمندانو له پاره د ټکنالوژي په برخه کي بېلابېل روزنيز پروګرامونه او ورکشاپونه جوړ کړي دي. د همدې مرکز د فعاله کولو تر څنګ کله چي په کندهار پوهنتون کي د کمپيوټر ساينس پوهنځی په ۱۳۹۴ل. کال په رسمي ډول فعال سو، ښاغلی کاکړ د کمپيوټر ساينس پوهنځي د رياست د چارو تر څنګ د کندهار پوهنتون د ډيرو کمېټو فعاله غړی او همدارنګه د کندهار پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي آمريت څارونکی استاد پاته سوی دئ. پوهنيار کاکړ په پوهنتون کي علمي کادر ته تر شاملېدو دمخه د کندهار ولايت د ملل متحد د اسکان بشر (UN Habitat) د ادارې سره د ښاري پروګرامونو د مسؤل او ولايتي مشر انجنير په توګه همکار پاته سوی دئ. پوهنيار کاکړ د لوړو زده کړو د رهبري، د کيفيت د تضمين، د درسي نصاب د تجديد او پراختيا، علمي څيړنو، محصلانو ته د خدمتونو د وړاندي کولو، د داخلي پوهنتونونو او پر منطقوي او نړېواله سطحه د نورو پوهنتونونو او علمي مرکزونو سره د کندهار پوهنتون د اړيکو د ايجاد او پراختيا په برخه کي په ۱۴ بين المللي غونډو کي فعاله ګډون کړی دئ. پوهنيار کاکړ د ده د ارزښتناکه او صادقانه خدمتونو د سرته رسولو په موخه د مختلفو ملي او بين المللی ادارو لخوا څخه په ۱۹ ستاينليکونو، مننليکونو او تقديرنامو وياړل سوی دئ.