دپاراکلینیک څانګه په (١٣٧۲ل)کال کي د پوهنځی سره يو ځای تاسيس سوه.پاراکلینیک څانګه د طب پوهنځی د کريکولم سره سم د اول، دوهم او دریم ټولګيو له پاره د دې څانګي اړوند مضمونونه لکه اناټومي، امبریولوژي، مایکروبیولوژي، بیوشیمي، فارمکولوژي، اخلاق طبابت او فزیولوژي مضامینو تدريس په نظري ډول پر مخ وړي او د ځینو مضامینو لکه مايکروبيالوژي، فزيالوژي، بيوشيمي اواناټومي عملی کارونه په لابراتوار کي تر سره کيږي.

لېرليد:

داسي يو څانګه تر څو د محصلانو تدریس په مختلفو سویو کي د رهبريت رول ولوبوي.

ما موريت:

د استادانو له پاره د څېړني، عمومي تکنالوژۍ او د روزنیز پروګرامونو زمینه برابرول، د دې څانګي ماموریت شمیرل کيږي.

موخي:

د داسي محصلانو تربیه کول تر څو د راتلونکي ټولګیو د مضامینو د زده کړي له پاره چمتوالی ولري .

داستادانو له پاره د څیړني او علمی کنفرانسونو زمینه برابرول .

څانګي غړي :

د پوهنوال  ډاکټر محمد نسیم لنډه پیژندنه

پوهنوال ډاکټر محمد نسیم  د محمد قاسم خان زوی د محمد رضا خان لمسی، په قوم تاجک او په (۱۳۳۹ل)کال د غويي د میاشتي پر (۵)نیټه، چي د (۱۹۶۰میلادي)کال د می د میاشتي د (۲)نیټې سره سمون لري د کندهار ولایت د اولي ناحیې د ملا طاهر په کوڅه کي په یو غریب اومتدینه کورنۍ کي زیزیدلی دئ. ابتداییه زده کړي ئې د کا کا سید احمد  په منځني ښوونځي کي پای ته رسولي او په (۱۳۵۷ل)کال کي د احمد شاه بابا عالي لېسې څخه فارغ، د کانکور په آزموینه کي تر ګډون وروسته د کابل طبي پوهنتون ته بریالی او په (۱۳۶۵ل)کال د طب پوهنځی څخه فارغ او د فارغ کيدو سره سم د اوسني کابل طبي پوهنتون د اناټومۍ په څانګه کي د پوهنیار په علمي رتبې سره په کدر کي مقرر سو. په (۱۳۷۲ل)کال کي د هیواد د کورنۍ شخړي او نا آمنۍ له کبله د کابل ولایت څخه د کندهار ولایت ته راستون سو.په (۱۳۷۲ل)کال د کندهار پوهنتون د طب پوهنځی د  تاسیس سره سم  د استاد په دنده وګمارل سو. چي اوس هم په ياد پوهنځی کي د پاراکلینیک څانګي د آمر دنده پر غاړه لري.

چاپ سوي آثار

  • دراس د اقطارو تعین نظر سن او جنس ته  (څیړنه  په ۱۲۲مخونو کي).
  • د علوي اوسفلي اطراف اناټومي  ( ژباړه په ۳۰۰ مخونو کي).
  • د جهازاتو اناټومي ( تالیف په ۳۰۲ مخونو کي).
  • د عظام ، مفاصل ، عضلات او شوکي اعصابو اناټومي  (تألیف  په ۲۸۴ مخونو کي)

څیړنیز آ ثار

په کندهار ولایت کي د درقیه غدی فرط فعالیت .

د کندهار په ولایت کي د خولې د جوف د کانسرونو پیښي .

د کندهار په ولایت کي د فقراتو د ترضیضاتو پیښي .

د کندهار په ولایت کي درقبي فقراتو د ترضیضاتو پیښي .