د پوهنیار فضل خالق للموال لنډه پېژندنه

فضل خالق للموال د قلم خان زوی او د عبدالرحمن لمسی، چي د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د للمې د کلي اوسېدونکی او په (1362 ل.)کال کي زېږېدلی دئ.لومړنۍ زده کړي ئې د اکوړه خټک په کمپ او ثانوي زده کړي ئې په (1382 ل.) کال د نوښار ضلعي د حضرت عمر فاروق (ض) په لیسه کي پای ته ورسولې او په (1387 ل.) کال د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي له ادارې او دیپلوماسۍ څانګي څخه فارغ او په 1396) ل.( کال ئې د امریکا متحده آیالاتو له واشینګټن پوهنتون څځه ماسټري واخیستل.دا چي د هیواد او ټولني له پاره ئې د چوپړ هوډ درلود، نو لومړۍ دنده ئې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره پېل کړه. دوه کاله په ده سبز ولسوالي کي د نهمي ناحیې د عامه پوهاوي د آمر او د ټاکنو د چارو سمبالوونکي په توګه دنده اجرا کړه او په 2011)  ز(. کال د نړۍوال بانک له لوري د محصلانو چارو د سمون او چوپړ په موخه په کندهار پوهنتون کي پر دنده وګمارل سو، چي د نوموړي وظیفي تر څنګ ئې په شرعیاتو، اقتصاد، او ژورنالیزم پوهنځیو کي په افتخاري ډول تدریس هم کاوه، چي لږ موده وروسته د آزاد رقابت له لاري ئې د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقي او قانون څانګي علمي کادر ته بریالی سو.په (۱۳۹۲ل.)کال کي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي تاسيس او نوموړی ئې د مسؤل په توګه وټاکل سو.