د ښووني او روزني پوهنځی مرستيال :

خادم حسین سعیدي د غلام رسول زوی د خداینظر لمسی  په ۱۳۶۵ل.کال د اسد پر ۲۷ د دوشنبې په ورځ د خاص ارزګان د ششپر په کلي کي و دې نړۍ ته سترګي وغړولې.  سعیدي خپلې لومړنۍ زدکړي د خپل پلار څخه پيل ، ابتدایه او ثانوي زدکړي ئې د ششپر په منځنی ښوونځی کي پای ته رسولي دی او په ۱۳۸۳ ل.کال کي د شاه زمان لېسې څخه فارغ او په همدې کال کښي د کانکور په امتحان کي ګډون وکړ، چي په پاېله کي د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی ته کامیاب او په ۱۳۸۸ ل.کال کښي د بيولوژي د څانګي څخه په لومړۍ درجه فارغ سوو.پوهنيار سعيدي په ۱۳۸۹ ل.کال د ښووني  او روزني پوهنځی د بيولوژي په څانګه کي کادر ته شامل سو او په ۱۳۹۲ ل.کال کښي د بيولوژي څآنګي د آمر په توګه و ټاکل سو. سعيدي په ۱۳۹۲ل. کال د ماستري له پاره هندوستان هېواد دهلي پوهنتون ته ولاړ او په ۱۳۹۴ کال کښي د زولوژي د څانګې څخه فارغ او بيرته خپل هېواد او کندهار پوهنتون ته راستون سو. په ۱۳۹۵ کال کښي د ښووني او روزني پوهنځی د مرستيال او د شپې برخي د مسؤل په توګه وټاکل سو. نوموړی په دې جريان کښي په مختلفو کميټو کي دندي ترسره کړي. په ۱۳۹۵ کال کښي د لوړو زده کړو وزارت له خوا په OBE-SCL  ورکشاپ کي ګډون وکړ او  ۱۸۴ تنو استادانو څخه په یوه رقابتي پروسه کښي، چي د افغانستان د مختلفو پوهنتونونو استادانو ګډون کړي و يواځي ۲۴ تنه اتلان (چمپنيز) انتخاب سول، نوموړي دخپل ښه استعداد په درلودلو سره په دې ۲۴ کسانو کي انتخاب او د  ۱۴ ورځو له پاره د Advance OBE-SCL  له پاره ماليزيا هېواد UTM  پوهنتون ته ولاړ  او  د دې ورکشاپ د ترسره کولو څخه وروسته  د لوړو زده کړو وزارت له خوا او همدارنګه د ماليزیا هېواد د  UTM  پوهنتون له خوا څخه  OBE-SCL د ماستر ترينر تصديق پاڼي ترلاسه کړې،  چي اوسمهال د پوهنتونو استادانو ته OBE- SCL  نوي کانسيپت وړاندي کوي او استادانو ته ترينينګونه دايروي. نوموړي دوه ريسرچ پروپوزلونه د بانک جهاني  له خوا څخه ترلاسه کړي او تر اوس مهاله يوه علمي مقاله او دوه کتابونه چاپ سوي دی او يو اثر ئې به ډير ژر د هېوادوالو ترلاسه ورسيږي.

ایمیل ادرس: Khadem.saeedi@gmail.com