الحاج عبد الرحمن بابی د حاجی غلام حیدر بابی زوی او د حاجي عبدالله لمسی په ۱۳۲۶ لمریز کال کي د کندهار د څلرمي ناحئې د باميزو په کوڅه کي د بابیانو په منوره کورنۍ کي دې نړۍ ته سترګي غړولې دي. نوموړي خپلي لومړنۍ زدکړي د کندهار  ښار د کهندل خان په جامع (موی مبارک) مسجد کي سرته رسولي او د مشرقي ښوونخي دمنځنۍ دورې (نهم ټولګی) څخه په ۱۳۴۵ لمریز کال کي فارغ سوی دئ او په ۱۳۴۸ ل کال د احمد شاه بابا د عالي لېسې څخه په اعلی درجه فارغ سوی دی.ښاغلی بابی په ۱۳۵۳ ل کال کښي د کندهار د عالي دارالمعلمین د فزیک او ریاضي د څانګې څخه په اعلی درجه بريالی او په ۱۳۵۵ ل کال د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځی د ښووني او روزني د برخې د فزیک او ریاضي څانګه ئې په برياليتوب سره پای ته ورسوله او په ۱۱/۱۱/۱۳۵۵ ل. کال کښي د کندهار د احمد شاه بابا په عالي لېسه کي د فزيک او رياضي د ښوونکي په صفت مقرر سو او په ۱۳۵۷ ل. کال کښی د کندهار په عالي دارالعملمين کي د فزيک او رياضي د استاد په توګه مقرر سو او په ۱۳۸۱ ل کال کښي د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی د استاد او رئيس په صفت وګمارل سو.بابي صاحب د خپل پوهنځي د تدريس او اداري چارو تر څنګ د کرهڼي، انجنيري او طب پوهنځی د رياضياتو درسونه هم مخته بیول او په ۱۳۸۷ او ۱۳۸۸ کلونو کي د لوړوه زدکړو وزارت د HEP موسسي په ميتودیکو او ساینسي سمينارونو کي فعاله برخه اخيستې او حتی د ساينس په برخه کي ئې په خپله د نورو پوهنتونونو د استادانو له پاره د ترينر تر حده ځان رسولي وو. تر اوسه پوري ئې لاندي اثار ټولني ته دالۍ کړي دي.۱)د فزیک د تجربو لارښود  ۲) اناليز ریاضی I  او  ۳) اناليز ریاضی II

لاندي کتابونه ئې تر چاب لاندي دي.

۱)برق او مقناطیس او  ۲) حرارت