د عامه ادارې څانګه په (۱۳۹۲ل)کال کي د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځي د پرانيستلو سره سم تاسيس سوله، چي د کافي او لوړ رتبه علمي کادرونو او ځانګړي کریکلوم د نه شتون  له امله ئې ونه سوای کړای، چي خپل فعالیت عملاً پیل کړي، خوشبختانه د يوې لنډي مودې وروسته په ياد څانګه کي د استخدام صورت ونيو او څانګي عملاً خپل کارونه شروع کړل، چي اوس مهال ياده څانګه درې تنه استادان لري.

د دې څانګي يو استاد ماسټر او دوه تنه لسانس استادان دي، چي د هېواد د بچيو د روزني له لاري خپل هېواد او خلګو له پاره په خدمت بوخت دي.

لیرلید:

د هیواد په کچه یو له غوره او مخکښو څانګو څخه کیدل.

رسالت:

زموږ موخه داده، چي په نوي نسل کي داسي اداره چيان او رهبران وروزو، تر څو هغوی د اداره کولو، رهبري کولو، پلان جوړوني، تصمیم نیوني مهارتونه او د افرادو د تشویق کولو وړتیاوي ولري، څو په خپلو دندو کي د ځانه وړتیا وښيئ او د نړی د پرمختللوټکنالوجیکي وسایلو څخه په استفاده د هیواد په پرمختګ کي رغنده رول ولوبوي.

موخې:

  • د  وړ او لایقو رهبرانو او  اداره چيانو روزل
  • محصلین د نوي تکنالوجیکی او اغیزمنو ښونیزو میتودونو په مرسته روزل
  • داستادانو او اداري کارمندانو د علمي او مسلکي ظرفیتونه لوړول
  • د نوی عصری او با کفایته، معیاري درسي موادو او کتابونو تهیه کول
  • تدریس په نوي او پرمختللي تکنالوجی او امکاناتو مخ ته وړل.
  • محصلانوته د با کیفیته تدریس، زده کړي او څیړني زمینه برابرول
  • د ټولني او دکار د بازار د اړتیاو په پام کي نیولو سره په کارپوه او با مسولیته کادرونه روزل
  • د سیمی وځوانانو ته د لوړوزده کړو آسانتياوی برابرول
  • په محصیلینوکی د اسلامی او افغانی ارزښتونو او وطن دوستی روحیه قوي کول.

لنډ مهاله پروګرامونه:

د عامه ادارې څانګه په نظر کي لري، چي خپل استادان د لنډ مهاله زده کړو په موخه د هیواد څخه دباندي او یا هم د هیواد په دننه کي خپل استادان نورو پوهنتونونو او علمي مراکزو ته د لاندي موضوعاتو له پاره واستوي.

څانګه په پام کي لري، چي د څیړنو څخه د پوهاوي په موخه لږ تر لږه دوه سمینارونه خپلو استادانو ته دایر کړي او له دې لاري هڅه کوي تر څو استادان علمي مقالې وليکي او خپل درسي مواد په علمي معیارونو تهیه او ترتیب کړي.