عامه پاليسۍ څانګه په (۱۳۹۲ل)کال کي د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځي د پرانيستلو سره سم تاسيس سوله، چي د علمي غړو د نشتون له امله ئې ونه سوای کړای، چي تر يوه کمي مودي پوري خپل فعاليت عملاً پيل کړي، خوشبختانه د يوې لنډي مودې وروسته په ياد څانګه کي د استخدام صورت ونيو او څانګي عملاً خپل کارونه شروع کړل، چي اوس مهال ياده څانګه درې تنه استادان لري.

د دې څانګي يو استاد ماسټر او دوه تنه لسانس استادان دي، چي د هېواد د بچيو د روزني له لاري خپل هېواد او خلګو له پاره په خدمت بوخت دي.

د عامه پاليسۍ څانګي سره ښکيل اشخاص او ادارې(stakeholders)

په لنډ ډول، لاندي اشخاص او ادارې د عامه پاليسۍ څانګي سره ښکيلي خواوي ګڼل کيږي

  1. د عامه اداري او پاليسۍ پوهنځی رياست او ټول تشکيل
  2. محصلان
  3. د کندهار پوهنتون رياست، معاونيتونه، د کارموندني مرکز، باچاخان څيړنيز مرکز، د علمي څيړنو مرکز...
  4. امنيتي کسان
  5. سيمه ئېزي ادارې
  6. د عامه ادارې او پاليسي پوهنځي سره مرسته کوونکي ادارې
  7. ملي او نړيوالي مرستندويه ادارې

لرليد:

د هيواد په کچه د عامه پاليسۍ جوړوني په برخه کي د يوې منل سوي او اعتباري څانګي په حيث راڅرګنديدل .

رسالت:

د لوړو تحصيلي او کادري استادانو په وسيله معياري تدريس، د علمي څيړنو سرته رسول، او داسي معياري خدماتو وړاندي کول، چي د ټولني د اړتياوو جواب ويونکي وي، چي د هيواد د اقتصادي، ټولنيزو، ملي يووالي او ثبات په پراختيا کي مهمه ونډه ولري.

ستراتیژیکي موخي :

  • د کريکلم د پراختيا د لاري د نوو زده کړيزو اړتياوو جواب ويل او ددرسي نصاب معياري کول.
  • په دغه نهاد کي دا وږد مهاله موخو په خاطر د با کيفيته تدريس او څيړني، چي د نړيوالو معيارونو سره سم وي ښه والي.
  • د لايحي او کريډيټ سيسټم اجرا کول، چي د اعتبار ورکولو او د پوهنځي د علمي سطحي په لوړولو کي ډير مهم دي.
  • د يوي داسي اکاډميکي فضاء منځ ته راوړل په کوم کي چي بحث د نظر تبادله، پوښتني او سالمي نيوکي د منلو وړ وي.
  • د علمي کادر او اداري کارمندانو د ودي له پاره د لوړو تحصيلي فرصتونو برابرول.
  • د ماسټرۍ او دوکتورا د پروګرامونو طرح کول، چي  هغه ته لاسرسی يوه اړتيا ده.
  • د ملي، سيمه ايزو او نړيوالو لوړو زده کړو د نهادونو سره توأميتونه را منځ ته کول

د عامه پالیسی څانګي تشکیلاتي جدول