پېژندنه :

دکندهارپوهنتون او د چين د هانبن Hanban Institute انستیتیوت تر منځ په 2013  ز کال کي یو داسي هوکړه لیک لاسلیک سو، چي نوموړی انستیتیوت به دکندهار پوهنتون داستادانو او محصلانو له پاره د چینایي ژبي کورسونه او ورکشاپونه دائره وي او د دې تر څنګ د چین هیواد کلتوري، علمي، تاریخي او ادبي کتابونه د دوی د مطالعې له پاره برابر وي.

لېرلید:

دکندهار پوهنتون داستادانو، محصلانو او دکندهار ولایت او جنوب لوېديځ زون ځوانانو ته د چین هیواد د علمي بریاوو او کلتور پېژندنه.

رسالت:

کندهار پوهنتون به د مرکز لېرلید ته د رسېدو له پاره ښه امکانات او چاپیریال برابروي.

موخي:

  • د کندهار پوهنتون استادان او محصلان د چین له علمي بریاوو او کلتور سره اشنا کول.
  • نړۍ وال چینایي ژورنالونه او مجلې د کندهار پوهنتون د استادانو او محصلانو تر لاسو پوري رسول.
  • د چین له پوهنتونونو او علمي مرکزونو سره د کندهار پوهنتون د استادانو او محصلانو اړيکي ټينګول.
  • د پوهنتون له پلان سره سم په ژبو او ادبیاتو پوهنځي کي د چینایی ژبي د څانګي د ایجاد، تقویې او پر مختګ له پاره فعاله برخه اخیستل.
  • د نړۍ والو ژبو په خاصه توګه له چینایي ژبي څخه و پښتو ژبي ته علمي کتابونه ژباړل.
  •  د کندهار پوهنتون او د هانبن انستیتیوت د استادانو او محصلانو د تګ او راتګ او علمي سفرونو (Academic Exchange) امکانات تنظیمول.