کندهار پوهنتون ۴۰ ممتاز او نوښتګر محصلان وستایل

27 فبروري, 2019

 

د کندهار پوهنتون له خوا د کب پر ۶  نېته د یوولسو پوهنځیو ممتاز او نوښتګر محصلان په یوه شانداره غونډه کي وستايل سول.

په غونډه کي د کندهار پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل شیر شاه رشاد ممتازو محصلان ته د مبارکۍ تر څنګ زیاته کړه چي هر محصل باید په خپل مسلک کي نوښتونو ته زیاته پاملرنه وکړي او ابتکارات تر سره کړي. همدارنګه د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل فیض الله قاضي زاده هم په خپله وینا کي د مبارکۍ تر څنګ ژمنه وکړه چي کندهار پوهنتون به همداسي د ممتازو محصلان د تشویق غونډي جاري ساتي او د دوی لپاره به د زده کړي نور امکانات هم برابروي.په یاده غونډه کي د ښووني او روزني پوهنځي د کيمیا د څانګی استاد پوهنمل محمد پذیر حکیمي خپلي تجربې او اختراعات نندارې ته وړاندي کړل. نوموړي استاد د خاوري څخه د برق تولیدولو کامیابه تجربه ترسره کړه او همدارنګه ئې هغه کوچنۍ په ریموټ کنټرولېدونکې څلور څرخه الوتکه ئې د حاضرينو مخته نندارې ته وړاندي کړه.بلخوا د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي محصل چي دوه کتابونه ئې ژباړلي او چاپ سوي دي، پریزنټيشن ورکړ. همدا راز د انجنيري پوهنځي یو تن محصل هایډروليک پمپ چي مخکي ئې جوړ کړی وو، نندارې ته وړاندي کړ. د کمپیوتر ساینس پوهنځي یو بل محصل د افغانستان په کچه ئې یو انلاین ډاټابېس جوړ کړی، چي د محصلانو په زده کړه کي مرسته ورسره کوي، نندارې ته وښودئ.په غونډه کي د پوهنځیو په کچه ټول ۴۰ ممتاز محصلان په ستاینلیکونو او تحفو وستايل سول. همدرانګه د میرويس نیکه د لوړو زده کړو موسسې د مشرتابه له لوري درې ليپ ټاپ کمپيوټرونه هم درو تنو ممتازو محصلانو ته ورکړل سول.