کندهار پوهنتون د APQN غړیتوب تر لاسه کړ!

22 وری, 1397

 

د (۱۳۹۷ل) کال د وري د مياشتي پر (۱۶) نېټه د افغانستان څلورو لويو پوهنتونونو د APQN غړیتوب تر لاسه کړ، چي په يادو پوهنتونونو کي کندهار، هرات، بلخ او شهید رباني د ښووني او روزني پوهنتونونه شامل دي.د APQN اداره په ۲۰۰۳ م کال کي د کیفیت لوړلو اړتیا ته په کتو او د خدمت په موخه تأسيس سوې ده. د دې ادارې رسالت په اسیا او ارام سمندرګي شاوخوا هیوادونو کي د لوړو زده کړو د کیفیت لوړول او د کیفیت لوړاوي د ادارو تر منځ همکاري او همږغي رامنځ ته کوي.