کندهار پوهنتون د اقليم د بدلون نړيواله اونۍ ولمانځل

10 لړم, 1397

 

کندهار پوهنتون د ۱۳۹۷ل. کال، د لړم د مياشتي پر (۹)نېټه د اقليم د بدلون نړيواله اونۍ د لمانځني په مناسبت يو پرتمينه غونډه دايره کړه.

په دې غونډه کي د کندهار ولايت مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب، د چاپيريال ساتني عمومي رئيس شاه زمان مېوندي، د کندهار ولايت د سکتوري ادارو رئيسانو، د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی وو.د کندهار ولايت مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب د کابل څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل د ټولو دولتي او غيري دولتي ادارو تر څنګ عام ولس هم د چاپيريال ساتني مسؤليت لري او د هوا د ککړتيا په مخنيوي کي لازمو هڅو ته اړتيا سته او په دې برخه کي بايد يو له بل سره لازمه همکاري وکړو. د چاپيريال ساتني عمومي رئيس شاه زمان مېوندي وويل د اقليم د بدلون اونۍ د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۵م کال کي د اسټراليا د يو پوهنتون له خوا ولمانځل سوه او سږ کال د چاپيريال ساتني عمومي رياست د دې اونۍ د لمانځني لړۍ له هرات پوهنتون څخه راپيل او د دې لړۍ وروستۍ غونډه به په ارګ کي دايره سي، تر څو د دې ستونزي په اړه د کندهار پوهنتون د نظرياتو په شمول به ټول راټول سوي نظرونه د رئيس جمهور سره شريک سي، ځکه په اوسني عصر کي دا تر ټولو لويه ننګونه ده او حل لاره ئې بايد پيدا سي.نوموړي وويل د اقليم د بدلون په وړاندي مبارزه يوازي د چاپيريال ساتني د رياست دنده او مسؤليت نه دئ، بلکي د عام ولس په شمول د ټولو دولتي او غيري دولتي ادارو مسؤليت دئ.  د کندهار پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت مير توتاخيل د کابل څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د اقليم د بدلون د پاليسۍ د پراختيا په برخه کي د ساينسي څېړنو د نقش او رول په اړه هر اړخيز معلومات له ګډونوالو سره شريک کړل او د چاپيريال ساتني د عمومي رياست څخه ئې وغوښتل، چي د دې ستونزو د مختليفو اړخونو د مخنيوي او د اقليم د بدلون د پيښو د څېړونوپه موخه دي د هېواد په کچه څېړنيز مرکز جوړ سي، تر څو په دې اړه د څېړنو له پاره زمينه برابره سي او په يادو څېړنو کي د دې ستونزي له پاره حل لاري هم ولټول سي. د کندهار ولايت سرپرست ښاروال محمد نسيم رضايي وويل کندهار ښاروالي د هوا د ککړتيا د مخنيوي او چاپيريال ساتني له پاره کار کوي او په دې برخه کي ځانګړي پلانونه لري.د کندهار ولايت د کليو او پراختيا رئيس هم د چاپيريال ساتني په اړه خپل تر سره سوي فعاليتونه له ګډونوال سره شريک کړل او د اقليم بدلون ئې يوه لويه ستونزه وبلل.د کندهار ولايت د کرهڼي او مالدارۍ رئيس وويل د کرهڼي او مالدارۍ رياست ټولي پروژې د چاپيريال ساتني په اړه دي او موږ په خپلو پروژو کي چاپيريال ساتني ته زياته پاملرنه کوو.د کندهار پوهنتون د استادانو او محصلانو له خوا د اقليم د بدلون په اړه څو بېلا بېل پريزينټېشنونه وړاندي سول او د چاپيريال د ککړتيا په پايله کي ئې هغه ستونزي، مشکلات او ناروغۍ يادي کړې او د حل لارو په اړه ئې نظرونه وړاندي کړل. د غونډي په پای د کندهار پوهنتون له خوا د چاپيريال ساتني عمومي رئيس ښاغلي شاه زمان مېوندي ته د دوی د هلو ځلو او تر سره سوو فعاليتونو په مناسبت د پوهنتون له خوا ستاينليک ورکړل سو او د محصلانو له خوا ورته د اعزاز بګړي پر سر سوه.