کندهار پوهنتون د اساسي قانون د تصويب څوارلسمه کلیزه ولنمانځله

18 مرغومی, 1396

 

د کندهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی او شرعياتو پوهنځی په يوې ځانګړې غونډه کي د اساسي قانون د تصويب څوارلسمه کلیزه ولمانځله.

ددغه قانون د څوارلسمي کلیزي د نمانځني په مناسبت په جوړي سوي غونډې کي د پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېرشاه رشاد، د پوهنتون يوشمېر استادانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی وه.غونډي ته په وينا کي د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېرشاه رشاد په ټولنه کي د قانون او عدالت پر تامين ټينګار وکړ او زياته ئې کړه، چي په یوه هيواد کي بايد هغه ادارې پياوړي سي، چي پر قانون د څار مسوليت ورترغاړي دئ او د قوانينو د عامه پوهاوي له پاره کار وسي.د کندهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علوم پوهنځی رئيس د اساسي قانون د پېژندني په اړه وويل، چي افغانستان په نژدې يوه پېړۍ کي د شاوخوا لسو اساسي قوانينو شاهد دئ، چي لومړی ئې د غازي امان الله خان نظامنامه ده، چي ۷۳ مادې لري او وروستی ئې د مخکني ولسمشر حامدکرزي د واکمنۍ اساسي قانون دی، چي په ۱۳۸۲ کال کي د مرغومي پر ۱۶ نېټه توشيح سوی دی، چي ۱۲ فصله او ۱۶۲ مادې لري.ددې غونډي نور ويناوال په خپلو خبرو کي د هري ټولني او هيواد لپاره د قانون پرشتون ټينګار وکړ او غوښتنه ئې وکړه، چي باديد د هيواد اوسنی اساسي قانون په ښه ډول تطبيق سي.