کندهار پوهنتون د اساسي قانون د تصويب پنځلسمه کلیزه ولمانځله.

07 جنوري, 2019

 

کندهار پوهنتون د ۱۳۹۷ل.کال د مرغومي د مياشتي پر(۱۷)نېټه د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کي د افغانستان د اساسي قانون د تصويب پنځلسمه کلیزه ولمانځله.

د اساسي قانون په دې لمانځغونډه کي د کندهار پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو او ګڼ شمېر محصلانو، چي شمېر ئې ۶۰۰ تنو ته رسېده ګډون کړی وو.غونډي ته په وينا کي د کندهار پوهنتون رئيس دوکتور حضرت مير توتاخيل د غونډي ګډونوالو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ تر څنګ وويل، زموږ اساسي قانون د سيمي په کچه يو غوره قانون دئ، چي د افغانستان د شرايطو مطابق جوړ سوی دئ او دا ئې تر ټولو مثبت ټکی دئ.نوموړي وويل، چي افغانستان په نژدې يوه پېړۍ کي د شاوخوا لسو اساسي قوانينو شاهد دئ، چي لومړی ئې د غازي امان الله خان نظامنامه ده، چي ۷۳ مادې لري او وروستی ئې د مخکني ولسمشر حامدکرزي د واکمنۍ اساسي قانون دئ، چي په ۱۳۸۲ل.کال کي د مرغومي پر ۱۶ نېټه توشيح سوی دئ، چي ۱۲ فصله او ۱۶۲ مادې لري.ښاغلي توتاخيل په ټولنه کي د قانون او عدالت پر تامين ټينګار وکړ او اړوندو ادارو څخه ئې د هيواد د اوسني اساسي قانون د پوره تطبيق غوښتنه ئې وکړه.د شرعياتو پوهنځی رئيس پوهنيار ضياءالرحمن مشک عالم زي په ټولنه کي د قانون اهميت او اړتيا او د حقوقو او سياسي علوم پوهنځی استاد پوهنيار حکمت الله ملکي د نافذه اساسي قانون د پېژندني او اهميت په اړه پريزينټيشنونه وړاندي کړل او غوښتنه ئې وکړه، چي بايد د هيواد اوسنی اساسي قانون په ښه ډول تطبيق سي.غونډه د شرعياتو پوهنځی د رئيس پوهنيار ضياءالرحمن مشک عالم زي له خوا د دعاء په ويلو سره پای ته ورسېده. او اړوند پوهنځيو ته دنده ورکړل سوه، چي دا ډول غونډي په ټولو پوهنځيو کي جوړي سي.