کندهار پوهنتون دهيواد د ټولو پوهنتونو په تمثيلي محکمه کي لومړی مقام خپل کړ.

05 مې, 2019

 

د هيواد په کچه د ټاکنيزو  جرايمو په تمثيلي محکمه کي د کندهار پوهنتون شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو د لومړي مقام د ترلاسه کولو په موخه د ۱۳۹۸ل. کال، د غويي د مياشتي پر (۱۵)نېټه يوه پرتمينه غونډه دايره کړه.په دې غونډه کي د کندهار پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو او د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی وو.د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئيس پوهنيار فضل خالق للموال د کندهار پوهنتون رهبرۍ او د شرعياتو،  حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو  استادانو او  محصلانو ته د دې مقام د تر لاسه کولو مبارکي وويل او زياته ئې کړه، چي ياد  پوهنځي يو له بل سره ډېره ښه همږغي لري، چي دواړو پوهنځيو د بريا لامل سو.د کندهار پوهنتون رئیس دوکتور  حضرت میر توتاخیل د دواړو پوهنځيو د مسؤلينو هلي ځلي د قدر وړ وبللې او د دوام هيله ئې وکړه او زياته ئې کړه، چي د کندهار  پوهنتون د پرمختګ راز په دې کي دئ، چي د پوهنتون استادان او اداري کارمندان د شخصي ګټو پر ځای و ملي ګټو ته زياته پاملرنه کوي.د کندهار پوهنتون د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو  د استادانو او محصلانو له خوا د ټاکنيزو  جرايمو په اړه تمثيلي محکمه وړاندي سوه.د يادوني وړ ده، چي د پوهنتون په کچه د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د فوټبال په سيالۍ کي هم لومړی مقام ګټلی دئ.د غونډي په پای کي  د تمثيلي محکمې تمثيل کوونکو  استادانو ، محصلانو او د فوټبال لوبغاړو ته د يادو لاسته راوړنو په موخه ستاينليکونه ورکړل سول.