کندهار پوهنتون جديدالشمول محصلانو ته تمثيلي مناظره جوړه کړه

17 وږی, 1397

 

د ۱۳۹۷ل.کال د وږي د مياشتي پر (۱۵) نېټه د کندهار پوهنتون د پاچا خان علمي او څېړنيز مرکز له خوا جديدالشمول محصلانو ته د ۱۳۹۷ تحصيلي کال د نوي سميسټر د پيل په مناسبت د تمثيلي مناظرې په اړه يوه لويه غونډه دايره کړه.په دې غونډه کي د پوهنتنون د محصلانو چارو مرستيال، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو او ګڼ شمېره محصلانو ګډون کړی وو.غونډه د قرانکريم په څو مبارکو ايتونو سره پيل او وروسته د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال جديدالشمول محصلانو ته د هرکلي ترڅنګ وويل کندهار پوهنتون مجهز لابراتوار، مرکزي کتابتون، کرهنیز فارم، حقوقي کلينک، د کارموندني مرکز، پاچاخان علمي څېړنيز مرکز او کادري روغتون لري، چي د محصلانو د عملي کارونو له پاره ډېر مناسب ځای دئ.نوموړي وویل، کندهار پوهنتون يو ملي پوهنتون دئ، چي د هېواد د بېلابېلو ولایتونو استادان او محصلان په کي په تدریس او تحصیل بوخت دي.ښاغلي قاضي زاده د محصلانو څخه وغوښتل، چي خپلو زده کړو او عملي کارونو ته زياته پاملرنه وکړي او خپل وخت بې ځايه او عبث تېر نه کړي او د پوهنتون د شته امکاناتو څخه اوچته ګټه پورته کړي.وروسته تمثيلي مناظره په عملي ډول پيل سوه.