کندهار پوهنتون ته د مالي خپلواکۍ صلاحيت ورکړل سو

19 نوومبر, 2018

 

کندهار پوهنتون د(۱۳۹۷ل)کال د لړم د مياشتي پر(۲۴) نېټه د مالي خپلواکۍ د صلاحيت د ترلاسه کولو په مناسبت يوه پرتمينه غونډه رابللې وه.په دې غونډه کي د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو مُعين دوکتور احمد سير مهجور، د محصلانو چارو مُعين پوهاند دوکتور بری صديقي، د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ د پروګرام مسؤل ډاکټر حبيب الله وجدي، د کابل څخه راغلي پلاوي، د کندهار ولايت د ولايتي شورا استازي، د کندهار ولايت د سکتوري ادارو رئيسانو، د سوداګري او صنايعو خونو رئيس، ملي سوداګرو، د درمل پلورلو د اتحايې غړو، د درمل پلورلو د شرکتونو استازو، د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارمندانو ګډون کړی و.د کندهار پوهنتون رئیس دوکتور حضرت میر توتاخېل راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل، د مالي خپلواکۍ د صلاحيت په ترلاسه کولو سره پوهنتون کولای سي، چي د خصوصي سکتور سره په ګډه سرمايه ګذاري وکړي او يو ځای و هيوادوالو ته په ډېر کم قيمت خدمات وړاندي او په دې کډ کار سره به مو د هر ډول ستونزمنو خدماتو، بې کېفيته توليداتو او بې کېفيته صادراتو مخنيوی هم کړی وي.د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مُعين پوهاند دوکتور بری صديقي د کندهار پوهنتون رهبري ته د مالي خپلواکۍ د صلاحيت د ترلاسه کولو مبارکي وويل او زياته ئې کړه، چي د کندهار پوهنتون د مشرتابه ټول فعاليتونه او هڅي د ستايني وړ دي او زه دوی ته په ټولو علمي او اکاډيميکو برخو کي د نورو برياوو هيله کوم.د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو مُعين دوکتور احمد سير مهجور هم د کندهار پوهنتون رهبري ته د مالي خپلواکۍ د صلاحيت د ترلاسه کولو مبارکي وويل او زياته ئې کړه، کندهار پوهنتون په هره برخه کي چټک او درست ګامونه اخيستي دي او ښې لاسته راوړني هم لري. د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ د پروګرام مسؤل ډاکټر حبيب الله وجدي د کندهار پوهنتون رهبري ته د مالي خپلواکۍ د صلاحيت د ترلاسه کولو د مبارکۍ تر څنګ وويل،( USWDP) او کندهار پوهنتون څلور کاله وړاندي د نورو برخو تر څنګ د مالي خپلواکۍ د صلاحيت د ترلاسه کولو په برخه کي هم ګډ کار پيل کړ، چي نتيجه ئې اوس موږ او تاسي وينو او زه هيله لرم، چي په راتلونکي کي هم له دوی سره مرسته او همکاري وکړم.د غونډي په وروستۍ برخه کي د پوهنتون د مشرتابه له خوا راغلو مېلمنو او هغو کسانو ته، چي په خپلو چارو کي بريالي وه ستاينليکونه ورکړل سول.