په کندهار پوهنتون کي د ( edX ) درې ورځنی ورکشاپ پېل سوو.

03 زمری, 1397

 

د کندهار پوهنتون د ( PDC ) مرکز او د برېښنايي زده ګړو د کمېټې له خوا د پوهنتون د اړوندو پوهنځيو د استادانو له پاره د (edX) ورکشاپ د ۱۳۹۷ل کال د زمري د مياشتي پر ۲ نېټه د سې شنبې په ورځ پېل او د ۱۳۹۷ل کال د زمري د مياشتي پر ۴  نېټه به پای ته ورسيږي.د ورکشاپ په پرانستنه کي د پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېر شاه رشاد د ورکشاپ و ګډونوالو او ټرېنرانو ته د مبارکۍ تر څنګ وويل، چي د ورکشاپ له محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړي او دا زده کړي د خپلو نورو استادانو سره شريکي کړي او د ګډونوالو پاملرنه ئې د حاضري پابندۍ او فعاله ګډون ته راوړول.د يادوني وړه ده، چي د دې ورکشاپ ټرېنران (پوهنيار  خادم حسين سيدي، پوهنيار عزيز احمد کاکړ، پوهنيار محمد موسی داودزی او پوهنيار سيد احمد محبوبي) ول، چي په ياد ورکشاپ کي د ګډون له پاره هندوستان هيواد ته تللي وه او دا ورکشاپ په دې موخه داير سوو، چي خپل زده کړي معلومات د پوهنتون د نورو استادان سره هم شريک کړي او يو نړۍ وال انلاين کورس او يوولس انلاين کورسونه د ټولو پوهنځيو له پاره په راتلونکو دوو اونيو کي جوړ کړي.