په کندهار پوهنتون کي د ۸۰۰ دولتي بستونو له پاره آزموینه واخیستل سوه.

22 فبروري, 2018

 

د (۱۳۹۶ل) کال د سلواغې د مياشتي پر (۲۸) نېټه د لومړي ځل له پاره په کندهار پوهنتون کي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د (۸۰۰) تشو بستونو له پاره (۲۰۰۰) کسانو څخه د کانکور په شکل د بایمیټریک په واسطه آزموینه واخېستله.د کندهار والي تورنجنرال ځلمي ویسا د دغه آزمویني په اړه خوښي وښوده او وئې وویل، چي له کلونو کلونو راهېسي دغسي پاکي او ډاډمني پروسې ته په تمه و.نوموړي زیاته کړه، ددغې ازمویني له لاري به وړ کس انتخابېږي تر څو اداري کارونه په سمه توګه پر مخ ولاړسي او د آزمویني هر ګډون کوونکی به خپل حق  په ازاده ډول تر لاسه کړي.د کندهار پوهنتون رئيس دوکتور حضرت میر توتاخیل په وینا د لوړو زده کړو وزارت نه یوازي د هیواد ځلمیان او پیغلي به پوهه سمبالوي بلکي په ځینو نورو برخو کي د ځینو سکتورونو سره هم تر خپله وسه پوري همکاري کوي.د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون کميشنر بريالي هلمندي وویل: دوی تر ډېره حده پوري هڅه کړې، چي دغه آزموینه په شفافه توګه واخیستل سي او هيڅ ډول انساني لاسوهنه په کي ځای و نه لري.نوموړي زیاته کړه، چي په روان (۱۳۹۶ل) کال کي دغه کمېسیون ۱۷۷۰۰ تش بستونه اعلان ته سپارلي وه، چي په ځینو ولایتونو کي ئې نن  آزموینه اخيستل کيږي.