په کندهار پوهنتون کي د ښځو او کوچنیانو د ځوروني او اذیت د مخنیوي په اړه یو ورځنی ورکشاپ دایر سو

02 نوومبر, 2019

 

نوموړی ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت له لارښووني سره سم نن (پنج شنبه) د لړم د میاشتي په ۹ نېټه د پوهنتون په مسلکي پرمختیایي مرکز (PDC) کښي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي له خوا د کندهار پوهنتون د شرعیاتو، عامه ادارې او ژورنالیزم پوهنځي د محصلانو لپاره د حقوقو او سیاسي علوم پوهنځي د استاد محمدصدیق حریفال له خوا ګډنوالو ته وړاندي سو، یاد ورکشاپ درې برخي درلودې چي لومړۍ برخه یې اذیت پیژندنه دوهمه برخه یې د حل لاري او د رېیمه برخه یې د ګډونوالو پوښتنو او نظریاتو ته ځانګړي سوې وه، د پوښتنو تر جوابیدو او د نظریاتو تر شریکېدو وروسته ورکشاپ پای ته ورسید.