په کندهار پوهنتون کي د پسرلنۍ او د سولي تر نامه لاندي مشاعره

06 وری, 1397

 

د )۱۳۹۷ل.)کال د وري میاشتي پر (۵) نېټه په لومړي ځل په کندهار پوهنتون کي د کندهار پوهنتون – پاچا خان علمي څېړنیز مرکز او د اطلاعات او فرهنګ ریاست په همکارۍ د پسرلنۍ او د سولي په نامه مشاعره جوړه سوه.په مشاعره کي د پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېرشاه رشاد، د پوهنځيو رئيسانو او استادانو ، اداري کارمندانو، يو شمېر محصلانو، توکمپوه عبدالرازق پالول، د اطلاعات او فرهنګ رئيس فضل باري بریالی، مدني فعالانو، یو شمېر لیکوالانو، شاعرانو او له کابل، ننګرهار کنړ څخه راغلو مېلمنو ګډون کړی وو.د کندهار پوهنتون علمي مرستیال شیرشاه رشاد د دغه مشاعرې پر اهمیت او ارزښت خبري وکړې او پر ځوانانو باندي ږغ وکړ، چي نور دي د قلم د خوږې او فصيحي ژبي په وسیله زړونه او اذهان روښانه کړي تر څو ګران هیواد افغانستان د سولي او  پر مختګ په لوري روان سي.د کندهار اطلاعات او فرهنګ رئيس ښاغلي فضل باري بریالي هم دا ګډه مشاعره وستايله او د داسي ګډو هڅو د دوام هيله ئې وښودله.په مشاعره کي یو شمېر محصلانو، شاعرانو او لیکوالانو په خپل نوبت سره د پسرلي او د سولي اړوند شعرونه ولوستل. د مشاعرۍ په پای کي د شعر ویوونکو له ډلي څخه اول، دوهم او درېیم مقام وټاکل سول او ډالۍ هم ورکړل سوې.