په کندهار پوهنتون کي د پانګوني د جلب او چابهار بندر په اړه يو ورځنی کنفرانس

29 اپرېل, 2019

 

چابهار بندر يو تجارتي بندر دئ چي د افغانستان او هند هيوادونه  سره نښلوي. دغه لاره، چي د ايران اسلامي دولت څخه تېریږي ۱۷۰۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري.

د نوموړي بندر د اهيمت او ارزښت په اړه په کندهار پوهنتون کي يو ورځنی کنفرانس داير سو ، چي د کندهار ولايت مرستیال والي عبدالحنان منیب، د چارو ادارې لوی ریاست پلاوی، د صنايع خوني رئيس، د تجارت خوني مرستیال، د ولایتي شورا غړو او د کند هار پوهنتون د رئيس حضرت مير توتاخيل په شمول يو شمېر استادانو او محصلانو کډون پکښي درلود.د غونډي په پیل کي د چارو ادارې د لوی ریاست پلاوي ښاغلي حليمي وويل، چي ياده غونډه د رئيس جمهور  په ځانګړي هدايت سره دايره سوې ده. نوموړي زياده کړه چي د پانګوني او چابهار بندر په اړه بايد د نړيوالو تجارانو سره هم اړيکي ټينکي سي.د کندهار پوهنتون رئيس ښاغلي توتاخيل د دغه بندر د اهميت او ارزښت په اړه وویل، چي د چابهار بندر د لاري اهمیت د نورو زېربنائي جوړښتونو په څېر د هیواد په اقتصادي پیاوړتیا کي ډېر مهم ارزښت لري. د چابهار بندر او د لاجورد د لارو په پرانیستلو سره چي د جلالتمآب رئیس جمهور اشرف غني له خوا تر سره سوې، د نړۍ نژدې او لېري هیوادونو ته د تولید د ژر رسېدو امکانات او سهولتونه اماده سول. له بلي خوا دا چي زموږ ګران هیواد بحر ته لاره نه لري، د دې ډول لارو پرانیستنه د خاص اهمیت وړ ده او د ملي سوداګرو او خلکو په ګټه ده.همدارنګه د صنایع خوني مرستيال نعمت الله نعمت هم د چابهار بندر د اهميت او ارزښت په اړه کډونوالو ته خبري وکړي او زياته ئې کړه چي د دې زون د تجارانو ستونزه بايد هواره سي او د افغانستان صادرات بايد تر واريداتو ډېر سي.هيره د نه وي چي د دغه بندر د ارزښت او هميت په اړه يو شمېر کسانو پريزنټشنونه د غونډي کډونوالو ته وړاندي کړل.