په کندهار پوهنتون کي د نوي کال په مناسبت نوي نيالګي کښېنول سول

23 مارچ, 2019

 

د نيالګيو کښېنوني مراسم، چي د ۱۳۹۷ل.کال د کب د مياشتي په وروستۍ ورځ ترسره سول په کي د کندهار پوهنتون مشرتابه، د بېلابيلو پوهنځيو مسؤلينو، اداري کارمندانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی وو.د کندهار پوهنتون د کرهڼي پوهنځی رئيس پوهنيار حيات الله احمدي وويل د نيالګيو د کښېنولو له امله چاپيريال سمسورتيا پيدا کوي او د دغه سمسورتيا په موخه د استادانو او اداري کارمندانو سربېره بايد د پوهنتون ټول محصلان برخه واخلي او د خپلو ټولګيو په شاوخوا سيمو کي د چاپيريال د ښکلا په موخه نيالګي کښېنوي.د کندهار پوهنتون رئيس دوکتور حضرت مير توتاخېل وويل په پوهنتون کي ئې د نيالګيو له کښېنولو څخه ئې په ټولنه کي د نيالګيو د کښېنولو د لړۍ پېل کول دي او کندهاري اولس ته له دغه لاري پيغام ورکول دي،چي بايد پخپلو سيمو کي نيالګي کښېنوي.توتاخېل همدا راز سپارښتنه وکړه،چي د نيالګيو د کښېنولو ترڅنګ ستره دنده د هغوی ساتنه ده او په دغه برخه کي هم بايد د پوهنتون ټول پرسونل خپله دنده ترسره کړي.