په کندهار پوهنتون کي د ممتازو محصلانو په وياړ ستاينغونډه جوړه سوه

07 کب, 1396

 

دغه غونډه د ۱۳۹۶ل. کال د کب د مياشتي پر ۶ نېټه د ممتازو محصلانو د لاتشويق او بريالي توب په موخه په کندهار پوهنتون کي د يوولسو پوهنځيو ترمنځ جوړه سوې وه، چي په غونډه کي د هرې پوهنځي عمومي اول نمره، دوهم نمره او درېيم نمره ته د کندهار پوهنتون له خوا د لاتشويق په موخه ستاينليکونه ورکړل سول.په دې ستاينغونډه کي د کندهار پوهنتون رئيس دوکتور حضرت مير توتاخېل، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل فيض الله قاضي زاده، د پوهنځیو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو ګډون کړی وو.په غونډه کي د کندهار پوهنتون رئيس دوکتور حضرت مير توتاخيل، لومړی  ممتازو محصلانو ته د دغو هڅو او برياوو مبارکی وويله، او زياته يې کړه، چي په راتلونکي کي تاسو ته د هیواد جوړوني مسؤلیتونه در په غاړه کیږي، نو په کار ده، چي سر له اوسه په درسونو کي زحمت وکاږئ او په ځان کي د هیواد جوړني ځواک پیدا کړئ.همداراز توتاخېل د محصلانو څخه غوښتنه وکړه ترڅو هغه سهولتونه، چي د کندهار پوهنتون له خوا و محصلانو ته اماده سوي ور څخه پوره ګټه واخلي، خپل وخت بې ځايه تېر نه کړي.توتاخېل وویل، چي کندهار پوهنتون د هیواد په کچه یو ملي پوهنتون دئ، ځکه د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه محصلان، استادان او اداري کارمندان لري.ممتاز محصلان خوښ دي، چي د دوی د ښه تشويق په موخه دا ډول غونډي جوړيږي او دوی له پوهنتون څخه د داسي غونډو د دوام غوښتنه وکړه.هېره دي نه وي، چي کندهار پوهنتون هر کال هغه محصلان ستايي، چي د خپلو پوهنځيو په سطحه یې لوړي نمرې تر لاسه کړي وي.