په کندهار پوهنتون کي د مثبت فکر په نوم د کرکيټ تورنميټ پاي ته ورسېدئ.

27 مارچ, 2019

 

د (۱۳۹۸ل.)کال د وري د مياشتي پر (۵) نېټه په کندهار پوهنتون کي د مثبت فکر په نوم د کرکيټ تورنميټ پاي ته ورسېدئ.

دا تورنميټ په کندهار پوهنتون کي د ژورناليزم پوهنځی له خوا د تفريح، سالم رقابت، او ورزش ترڅنګ د مثبت فکر د جوړولو په موخه جوړ سوی وو، چي پنځو لوبډلو (احمدشاه بابا لوبډلي، حاجي ميرويس خان نيکه لوبډلي، سيد جمالدين افغان لوبډلي، محمود طرزي لوبډلي او د سولي لوبډلي په کښي کډون درلود.د دغه پنځو لوبډلو ترمنځ لس ديارلس اوريزي لوبي تر سره سوې، چي د هري لوبي په پاي کي د لوبي غوره لوبغاړي ته د مثبت فکر په نوم کتاب ډالي کيده.د ياد تورنميټ پايلوبه د محمود طرزي لوبډلي وګټله او د دې لوبډلي لوبغاړي د کندهار پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی د څلورم ټولګی محصلان وه.په دغه پايلوبه کي د کندهار پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو کډون درلود، چي د دغه سيالو د لومړي مقام او دوهم مقام کټونکي ئي په ډاليو ونازول.د پوهنتون يو شمير استادانو د دې ډول ټورنميټونو ستاينه وکړه او دا ډول سيالۍ ئې د فکري او فزيکي ودي له پاره مثبتي وبللې.