په کندهار پوهنتون کي د ماسټرۍ پروګرام له پاره ازموينه واخيستل سوه

07 اګست, 2019

 

د ۱۳۹۸ل.کال د زمري میاشتي پر ۱۶ نېټه د لوړو زده کړو وزارت د کانکور د ازمويني ملي ادارې درې کسيز پلاوي، د کندهار پوهنتون د طب پوهنځی او د عامي روغتيا د ماسټرۍ پروګرام د مسؤلينو له خوا د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کي د عامي روغتيا د ماسټرۍ پروګرام(MPH) له پاره ازموينه واخيستل سوه.د کندهار پوهنتون رئيس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثيق له ازمويني څخه د ليدني پر مهال وويل نننۍ ازموينه د کندهار پوهنتون د طب پوهنځی د عامي روغتيا د ماسټرۍ پروګرام له پاره اخيستل کېږي، چي په دې ازموينه کي د ګډون له پاره (۹۱)تنو نوم ليکنه کړې وه، چي د لوړو زده کړو وزارت له خوا (۸۲)تنه بايوميټرک سوي دي، چي له دې جملي څخه ۶۸ تنه پر شرايطو برابر کانديدان ازمويني ته حاضر سوي دي، چي (۶۲) نارينه او (۶) ښځينه دي.نوموړي وويل په کندهار پوهنتون کي دا د ماسټرۍ لومړنی پروګرام دئ، چي عملي کيږي او تر دې مهاله ئې يوه دوره فارغان ټولني ته وړاندي کړي، دوې دورې ئې په زده کړه بوخت دي او دا محصلان به د څلرمي دورې له پاره جذب سي.ښاغلي وثيق زياته کړه، موږ په دې هڅه کي يو، چي ياده لړۍ نورو پوهنځيو ته هم وغځوو.