په کندهار پوهنتون کي د لاجورد لاري د ارزښت په اړه يو ورځنی سيمينار

20 فبروري, 2019

 

کندهار پوهنتون د ۱۳۹۷ل.کال د سلواغې د مياشتي پر(۳۰)نېټه د جهموري رياست په ځانګړي هدايت، د کندهار ولايت او د اقتصاد رياست په ګډه همکارۍ د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کي د افغانستان د لاجورد لاري د ارزښت په اړه يو علمي سمينار داير کړ.په دې سمينار کي د کندهار ولايت سرپرست والي عبدالحنان منيب، د سکتوري ادارو رئيسانو، ملي سوداګرو، د اقتصاد د اتحايې غړو، اقتصاد پوهانو، د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی وو.د لاجورد لاري تاریخي سابقه له ښکیلو ګاوندیو هيوادونو سره و لرغوني زمانو ته شاوخوا 6000 کلونو ته رسیږي، چي د همدې لاري د افغانستان قیمتي ډبري(لارجود) و بينالنهرين، مصر، شمالي افریقا او اروپایي هیوادونو ته صادرېدل.په اوسني دوره کي د لاجورد لاره د(2800)کیلو متره په شاوخوا کي هغه ترانزیټي لاره ده، چي افغانستان له منځنۍ اسیا او اروپا سره نښلوي.دغه ترانزیټي لاره د فاریاب ولایت د آقینې له بندر او د هرات ولایت د تورغندۍ له بندر څخه پیل او د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر په لور غځېدلي او د خزر له بحیرې څخه له تېرېدو وروسته د آذربایجان پلازمیني باکو او وروسته له هغه د ګرجستان پلازمیني تبلیس او د تورۍ بحیرې تر پوتي او باتومي بندرونو وروسته د قارص له بندر څخه د ترکیې هيواد د استانبول بندرونو ته او په پایله کي افغانستان له اروپا سره وصلوي.د کندهار ولايت سرپرست والي عبدالحنان منيب د افغانستان د جمهور محمد اشرف غني څخه د منني تر څنګ وويل د لاجورد لاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په نوښت هغه طرحه سوې ترانزیټي لاره ده، چي افغانستان له منځنۍ اسیا او اروپا سره نښلوي او د ۱۳۹۷ل.کال د لېندۍ د مياشتي پر (۲۲)نېټه د ولسمشر له خوا پرانيستل سوه.د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېرشاه رشاد راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل کندهار پوهنتون علاقمند دئ، چي له سکتوري ادارو سره ګډ کار وکړي او تل ئې له سکتوري ادارو سره د هيواد پر ملي موضوعاتو اړين سمينارونه دايروي او په راتلوونکي کي به ئې هم داير کړي او ورسته ئې د سمينار د ګډونوالو ته د لاجورد د لاري نومونه او مخيني په اړه ئې خپل ترتيب سوې مقاله شريکه کړه.د کندهار ولايت د اقتصاد رئيس ګل محمد ارين د لاجورد لاري پېژندنه او اقتصادي ارزښت په اړه خپل ترتيب سوې مقاله د سمينار د ګډونوالو ته واورول.د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئيس پوهنمل محمد هاشم دقيق د لاجورد لاري اغېزې د افغانستان پر اقتصاد په خپل ترتيب سوي مقاله کي څېړلي او د سمينار له ګډونوالو سره ئې په لنډ ډول شريک کړل.د انجينري پوهنځی استاد پوهنيار نعمان الکو د افغانستان د لاجورد لاري او نورو پروژو له لاري د چين له لويي پروژې سره وصلول او د کندهار ولايت د سوداګرۍ او صنايعو خوني د بورډ مشر صادرات او کاري فرصتونو په اړه ترتيب سوي مقالې ګډونوالو ته ولوستلې. په پای کي د سيمينار نتيجه ګيري د کندهار ولايت د سوداګريزو خونو رياست د مرستيال ښاغلي انجينر عبدالباقي بينا له خوا وسوه، چي د سيمينار پر ښېګڼو سربېره ئې د دې لاري پر اهميت او د سوداګرو او د حکومتي ادارو او چارواکو پر ځينو بې پروائيو هم رڼا واچوله.