په کندهار پوهنتون کي د سيرت نبي سيالۍ ګټونکي اعلان سول

23 جون, 2019

 

د دغه آزمويني د نتايجو د اعلان د ۱۳۹۸ل.کال د چنګاښ د مياشتي پر (۱) نېټه د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کي د يوې پرتمني غونډه په نيول سره وسوه، چي په دې غونډه کي د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل فيض الله قاضي زاده، د ولايتي شورا وکيل نعمت الله وفا، د ولسي ټولني مرستيال خوشحال حيدري، د کندهار په سطحه نعت خوانان د پوهنتون استادانو او ګڼ شمير محصلانو کډون کړي وو.د سيرت نبي سيالۍ، چي د روژي مبارکي مياشتي په شپږمه نيټه د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت او د کابل محصلانو د خپلواکي ټولني په همکارۍ په لاره اچول سوې وه، چي ۲۰۰ کسانو په دې آزموينه کي ګډون کړی و.د غونډي په پيل کي ښاغلي قاضي زاده وويل، چي د دې سيالۍ څخه ئې موخه د حضرت محمد(ص) د سيرت سره د ځوانانو اشنا کول او د دوی د فکر جوړونه وه.همدارنګه د ولايتي شورا وکيل ښاغلي نعمت الله وفا د نبي عليه سلام د سيرت په اړه ګډونوالو ته خبري وکړې او زياده ئې کړه، چي د دغه سيالۍ لومړی، دوهم، درېيم او څلورم مقام ګټونکی به عمرې ته وليږي.د بلي خوا د  دې سيالۍ ګډونوالو ته تر ۵۰ مقام پوري بېلابيلي جايزې ورکړل سوې، چي پکي د لومړي مقام له پاره يو لپ ټاپ کمپيوټر د دوهم او درېيم مقام کټونکو ته يو يو بايسکل او له څلرم مقام څخه تر ۵۰ مقام پوري يو يو کتاب د جايزې په ډول ورکړل سو.هيره دي نه وي، چي د دې سيالۍ  د لومړي مقام ګټونکی د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د درېيم ټولګي محصل احسان الله سعد سو.