په کندهار پوهنتون کي د سولي په اړه د ګډ کار او همږغۍ ګډه ناسته

06 اګست, 2019

 

دا ناسته د ۱۳۹۸ل. کال د زمري میاشتي پر ۱۵ نېټه د کندهار پوهنتون د پاچا خان علمي څېړنيز مرکز له خوا د کندهار ولايت د دولتي او غيري دولتي ادارو له مسؤلينو سره د سولي په اړه د ګډ کار او همږغۍ ګډه ناسته جوړه سوه.يادي ناستي ته د پوهني رياست، د حج اوقافو رياست، د ښځو چارو رياست، علماوو شورا، د بشري حقوقو د کمېسون غړي، عدالت د ټولو له پاره د ټولني غړي او نورو اړوندو ادارو استازي رابلل سوي ول، چي په دې ناسته کي يوازي د پوهني رياست، د حج اوقافو رياست، علماوو شورا، د بشري حقوقو د کمېسون غړي ګډون کړی و او نوري ادارې ناسوبي وې.د ګډ کار دا ناسته د قرانکريم په څو مبارکو اياتونو سره پيل سوه، چي وروسته د پاچا خان علمي څېړنيز مرکز مسؤل پوهندوی محمد اسلم حاذق راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل، د دې ناستي څخه اصلي موخه د سولي او نورو ټولنيزو اخلاقو له پاره د يوې داسي طرحي جوړل دي، چي سکتوري ادارې ئې د کندهار پوهنتون سره په ګډه عملي کړي ځکه زموږ هيواد اوسمهال په ډېر بد حالت کي کرار لري او له دې حالت څخه د را ايستلو له پاره ګډ کار لازم دئ او بل د افغانستان د پرمختګ له پاره سوله ډېره اړينه ده.ښاغلي حاذق په خپلو خبرو کي د ناستي له ګډونوالو سره د پاچا خان علمي څېړنيز مرکز په اړه هم لنډ معلومات شريک کړل.د پاچا خان علمي څېړنيز مرکز د روغي جوړي د څېړني څانګي آمر حافظ نعمت الله امير زاده بيا د پاچا خان علمي څېړنيز مرکز د فعاليتونو په اړه بشپړ معلومات د ناستي ګډونوالو ته ورکړل.د راغلو ادارو استازو هم په خپل واره سره خبري وکړې او د پاچا خان علمي څېړنيز مرکز له مسؤلينو سره ئې د سولي او نورو ټولنيزو اخلاقو په جوړولو کي د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړ او خپل پشنهادونه ئې هم وړاندي کړل.د پاچا خان علمي څېړنيز مرکز مسؤلينو هم د دوی پشنهادونه په غور سره واوريدل او دا هيله ئې وښودله ، چي د ګډ کار دا لړۍ به نوره هم سره وپالي. او ناسته د دعاء په ويلو سره پای ته ورسېدل.