په کندهار پوهنتون کي د ترکي ژبي کورس پیل سو

09 مارچ, 2020

 

نن ۱۳۹۸ل. کال د سلواغې د میاشتي ۲۴ نېټه د کندهار پوهنتون په ژبو او ادبیاتو پوهنځي کي د ترکي ژبي کورس پیل سو.

ذکر سوي کورس په داسي حال کي پرانستل سو، چي د پرانستني په مراسمو کي یې د کندهار پوهنتون رئیس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق، د پوهنتون استادانو او محصلانو ګډون درلود، د پوهنتون رئیس د کورس د پیل په وینا کي د ژبو د زده کړي د ارزښت تر څنګ د ترکي ژبي د استاد انګین او ادبیاتو پوهنځي د رهبرۍ څخه مننه وکړه او زیاته يې کړه، چي په را تلونکي کي به د نورو مهمو ژبو کورسونه هم دائر کړي.ذکر سوي کورس  به چي د پوهنتون کڼ شمېر استادانو او محصلانو برخه پکي اخیستې وه، په اونۍ کې دوې ورځي وي او یو سمستر به دوام ولري.