په کندهار پوهنتون کي د افغان کرنيزو نوښتونو د چټکتيا د پروګرام پرانيستنه

09 مارچ, 2019

 

د ۱۳۹۷ل.کال د کب د مياشتي پر (۱۸) نېټه په کندهار پوهنتون کي د افغان کرنيزو نوښتونو د چټکتيا د پروګرام پرانيستغونډه دايره سوه.

په دې غونډه کي د افغان کرنيزو نوښتونو د چټکتيا د پروګرام مسؤلينو، د کندهار پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی وو.د کرهڼي پوهنځی رئيس پوهنيار حيات الله احمدي مېلمنو ته د هرکلي تر څنګ وويل د افغان کرنيزو نوښتونو د چټکتيا پروژه د امريکا د متحده ايالاتو په مالي مرسته او د ويرجنيا پوهنتون په تخنيکي مرسته د افغانستان په بلخ او هرات ولايتونو کي فعاليت کاوه او د کندهار ولايت څانګه ئې د کندهار پوهنتون د کرهڼي پوهنځی په همږغۍ سره نوی په کار پېل کړی دئ او موخه ئې د افغانانو په مشرۍ کرنيزو نوښتونو ته چټکتيا ورکول دي.د افغان کرنيزو نوښتونو د چټکتيا د پروګرام ولايتي مسؤل اسد الله وصال د کای(CAAI) پروژې د پېژندني او اهدافو په اړه معلومات د غونډي د ګډونوالو سره شريک کړل او زياته ئې کړ، چي دا پروګرام خپل ټول فعاليتونه د منځمهاله برنامو له لاري په دريو برخو کي عملي کوي، چي په لاندي ډول دي.

  1. د افغانستان د کرنيزو نهادنو غښتلي کول، چي په دې برخه کي به ښځينه او نارينه په اړينو مهارتونو سمبال او عملي زده کړه به تر لاسه کړي، تر څو په کرنيز ارزښتي ځينځير کي ونډه واخلي.
  2. د نويو کرنيزو لارو چارو څخه ګټه اخيستل او د څېړنيزو بنسټونو د ظرفيتونو لوړول.
  3. په کرنيز ارزښتي ځينځير کي د شاملو بنسټونو تر منځ همږغي رامنځ ته کول، تر څو ياد بنسټونه لومړيتوبونه په نښه او د ستونزو د حل له پاره عملي حل لاري وړانديز کړي.

 د افغان کرنيزو نوښتونو د چټکتيا د پروژې تخنيکي مسؤل انجنير نورالحق فرقاني د پروژې اړوند نوښتونو په هکله خبري وکړې او دا پروګرام ئې د افغان کروندګرو له پاره کټور وباله.

د کندهار پوهنتون رئیس ډاکټر حضرت میر توتاخېل د دې پروژې پر اهميت خبري وکړې او د کرهڼي پوهنځي له استادانو ئې وغوښتل، چي د دې پروژې د پرمختګ له پاره خپل نظرونه د پروژې له مسؤلينو سره شريک کړي او د پروژې له مسؤلينو څخه ئې د پروژې د بشپړ تطبيق غوښتنه وکړه.د غونډي په پای کي د افغان کرنيزو نوښتونو د چټکتيا پروګرام د کندهار ولايت څانګه په کندهار پوهنتون کي د پټۍ په پرېکولو سره پرانستل سوه او غونډه د دعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.