په کرهڼي پوهنځي کي د کرهڼيزي سوداګري د مديريت څانګي پرانيستنه

14 تله, 1397

 

دا څانګه د ۱۳۹۷ل.کال د تلي د مياشتي پر (۱۲) نېټه د لوړو زده کړو وزارت علمي مُعين پوهنمل عبدالتواب بالاکزي، د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ د پروګرام مسؤل ډاکټر حبيب الله وجدي، د کابل څخه راغلي پلاوي او د کندهار پوهنتون د مسؤلينو له خوا پرانستل سوه.د کرهڼي پوهنځی رئيس حيات الله احمد مېلمنو ته د هرکلي تر څنګه د کرهڼي پوهنځی په اړه لنډ معلومات د ګډونوالو سره شريک کړل او زياته ئې کړ، چي دا څانګه د پوهنتونونو څخه د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ پروګرام يا( USWDP) په مالي او د امريکا د پوردو پوهنتون په تخنيکي مرسته جوړه سوې ده.ښاغلي حامد فېصل د پوردو پوهنتون د دې پروګرام د مسؤل پروفيسور ډکټور کيون مکنمارا پيغام د غونډي د ګډونوالو سره شريک کړ.د کندهار پوهنتون رئیس ډاکټر حضرت میر توتاخېل د دې څانګي پر اهميت خبري وکړې او د کرهڼي پوهنځي له استادانو ئې وغوښتل، چي د دې څانګي د پرمختګ له پاره خپلي هڅي نوري هم ګړندۍ کړي.د لوړو زده کړو وزارت علمي مُعين پوهنمل عبدالتواب بالاکزي د کندهار پوهنتون رهبري ته د دې لاسته راوړني مبارکي وويل او د ښاغلي فېصل او ښاغلي وجدي د هڅو څخه ئې مننه وکړه، چي د دې څانګي په پرانيستلو کي ئې ګاللي دي.ښاغلي بالاکزي هيله وښودله، چي پوهنتونونه بايد د ټولني له اړتيا سره سم تحصيلي څانګي ايجاد او تاسيس کړي، تر څو ايجاد سوي څانګي زموږ د عام ولس په ژوند کي مثبت بدلون راولي.د پوهنتونونو څخه د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ پروګرام مسؤل ډاکټر حبيب الله وجدي هم پوهنتون ته د دې څانګي د پرانيستلو مبارکي وويل او زياته ئې کړه، چي دې څانګي ته په نړۍواله کچه تحصيلي نصاب جوړ سوی دئ.او له محصلانو ئې وغوښتل، چي خپلو زده کړو ته عملي جامه ور واغوندي.د غونډي په ورستيو کي استادانو او راغلو مېلمنو ته ستاينليکونه ورکول سول.