په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازو له کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه

09 مارچ, 2020

 

د ۱۳۹۸ل. کال د سلواغې میاشتي پر ۲۲ نېټه، چي د چهار شنبې له ورځې سره برابره ده په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازو د کندهار پوهنتون له رهبري سره ګډه غونډه وکړه.

په یاده غونډه کي د کندهار پوهنتون رئیس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق، د پوهنتون مرستیالانو او د پوهنځیو رئیسانو برخه اخیستې وه.په پیل کي د پوهنتون رئیس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق د ولسي جرګې استازو ته ښه راغلاست ووایه او تر څنګ ئې د پوهنتون د اوسني وضعیت اړوند ډاکومینټري د غونډي ګډنوالو ته وړاندي کړه، وروسته په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازي ګل احمد کمین خبري وکړې او زیاته ئې کړه؛ موږ د رخصتي له فُرصت څخه په ګټي اخیستني سره هڅه کوو، چي د کندهار ولایت له بېلا، بیلو ادارو څخه لیدنه وکړو، مشکلات ئې واورو او په راتلونکي کي د هغو له پاره حل لاري پیدا کړو او په وینا ئې، چي موږ د ستونزو له راټولو سره سم د راتلونکي له پاره خپل پلان ترتیبوو.ورپسې سیداحمد خادم په خپل وار سره خبري وکړې او و یې ویل؛ موږ ټول به یو له بل سره د همکارۍ او یو ګډ ټیم له مخي کار کوو، ستاسي ستونزي او وړاندیزونه به اورو. سیداحمد سیلاب هم د کندهار پوهنتون رهبرۍ ته د پوهنتون د لاسته راوړنو او په تضمین کیفیت کي د لوړو مقامونو د ګټلو مبارکي وویل او زیاته ئې کړه: موږ تاسو ته د یووالي پیغام راوړی، نو ټول به د زده کړي او تحصیل له پاره د یو او بل په همکاري سره کار کوو.د پوهنتون رئیس د ولسي جرګې استازو ته د ګډ کاري ټیم او ګډي کاري روحیې د رامینځ ته کولو ډاډ ورکړ  همدارنګه د پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل شېرشاه رشاد د خبرو په تعقب زیاته کړه: د کندهار پوهنتون او په ولسي جرګه د کندهار د خلګو د استازو تر منځ دي ګډ مشورتي بورډ ترتیب سي، چي ستونزي پر خپل وخت شریکي او حل ئې هم پر خپل وخت تر سره سي.د پوهنځيو رئیسانو هم د ولسي جراګي له استازو سره خپلي غوښتني او وړاندیزونه شریک کړل او غونډه تر  جر و بحث وروسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.