په ايراسموس پلس پروګرام کي د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د استاد ګډون

01 جولای, 2019

 

د اروپايي اتحادیې د ایراسموس پلس د استادانو د تدریس یا لکچر ورکولو په پروګرام کي Erasmus+ Teaching mobility for Academic staff د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی استاد پوهنمل صفي الله سمون د اپلای کولو وروسته د هسپانیا د سنتیاګو د پوهنتون له خوا انتخاب سوی وو.ښاغلي سمون د ۲۰۱۹م.کال د جون د میاشتي له ۸ څخه تر ۱۸ نېټې پوري په یاد پروګرام کي د The Afghan’s Women Empowerment (The case of Women Handicrafts) تر عنوان لاندي د خپل لارښود استاد  Rita Radl Philipp  Prof. Dr. تر لارښووني لاندي د سنتیاګو پوهنتون محصلانو ته ۸ ساعته تدریس وکړ. چي د تدریس په جریان کي د ياد محصلانو سره د افغان مېرمنو د لاسي صنایو او ټولنیز ژوند په هکله هر اړخیز ه بحث وکړ او په دې اړوند ّInterdisciplinary Center for Feminist Research and studies of Gender د مشري او مسوولینو له خوا د لا زیاتو څېړنو او په نورو علمي پروګرامونو کي د افغان مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا او نووښتونو په اړوند موضوعاتو کي د نورو لا زیاتو همکاريو یادونه وکړه او په دې اړه ئې خپله لوالتيا څرګنده کړه.همدارنګه ښاغلي سمون د خپل علمي سفر په جریان کي په سنتیاګو پوهنتون کي د ایراسموس د پروګرام له مسولي اغلي Anne Forryan سره په لیدنه کي د کندهار پوهنتون په استازیتوب د پوهنتون د رهبرۍ پیغام او د یاد پروګرام د لا پرمختګ او دوامداره پاته کېدو ډاډ ورکړ. هېره دې نه وي، چي د سنتیاګو پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د مشرتابه سره هم د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د استادانو او محصلانو د ګډون اړوند خبري اتري وسوې او د هغوی له خوا اطمنان ورکړل سو، چي په راتلوونکي کال کي به د ایراسموس په پروګرامونو کي د اقتصاد پوهنځی نوم هم ور اضافه کړي.د پروګرام په پای کي ښاغلي سمون ته د ایراسموس د دفتر او د یاد څېړنیز مرکز له خوا سرتیفیکیتونه اهدا سول.