د (OBE_SCL)تر عنوان لاندي دولس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېدئ

04 فبروري, 2019

 

دا ورکشاپ د (۱۳۹۷ل.)کال د سلواغې د مياشتي پر (۱) نېټه د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز لخوا د پوهنتون د استادانو له پاره پېل او نن پای ته ورسېدئ.

ياد ورکشاپ په (۱۳۹۷ل.)کال کي د (OBE_SCL)د دوهم ورکشاپ وو، چي د کندهار پوهنتون او فليالونو د استادانو له پاره د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز له خوا داير سو.د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز(PDC) مسؤل پوهنيار سيد احمد محبوبي وويل په رسمي ډول د کندهار پوهنتون د استادانو له پاره دا د(OBE_SCL) درېيم ورکشاپ و، چي د پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز له خوا داير او نن پای ته ورسېدئ.ښاغلي محبوبي وويل په دې ورکشاپ کي د کندهار پوهنتون د استادانو تر څنګ د هلمند، اروزګان او زابل د لوړو زده کړو مسسو څخه هم استادانو ګډون کړی وو او ګډونوالو ته ئې نن تصديق پاڼي ورکړل سوې.د کندهار پوهنتون رئيس دوکتور حضرت مير توتاخيل د (OBE_SCL)ورکشاپ د کندهار پوهنتون او فليالونو د استادانو له پاره مهم وباله او د استادانو د فعال ګډون څخه مننه وکړه او له ټولو استادانو څخه ئې غوښتنه وکړه، چي د ورکشاپ محتوايات په تدريس کي په عملي ډول تطبيق کړي.